اسلام آباد کښې د امنِ عامه په حواله اعلیٰ پائې اجلاس شوې چې پکښې وفاقي وزيرانو ،آرمي چيف پشمول عسکري قيادت او نور متعلقه چارواکو ګډون کړېدې ۔
په دې موقع وزيراعظم شهبازشريف اسلام آباد باندې حمله کونکي کسانو خلاف کاروائۍ لپاره ټاسک فورس جوړ کړې، د ټاسک فورس مشري به داخله وزير محسن نقوي کوي، او دې کښې وزير قانون، وزير اطلاعات او سيکيورټي فورسز افسران شامل وي ۔
اجلاس ته وينا پر مهال وزيراعظم شهبازشريف وئيلي دي چې پي ټي آئي سياسي جماعت نه، بلکه يوفتنه او تخریب کاره ډله ده،د دوي صرف يو ايجنډا ده چې هر څه برباد کړي،خېبرپښتونخوا نه ملک خلاف سازشونه کيږي، دوي سره د ملکي معيشت هيڅ فکر نيشته۔
وزيراعظم مخکښې وئيلي چې خېبرپښتونخوا نه وسله وال ډله راغلې وه،فيصله به کول وي، چې آيا ملک دې فتنې ته سپارل دي ۔
وزيراعظم پښتنه کړې چې خېبرپښتونخوا حکومت اته مياشتو کښې خلقو لپاره څه کړي؟دا فتنه به خپل انجام ته رسولې شي ۔
وزيراعظم ااووئيل چې د تحريک انصاف احتجاج لوجې يو پوليس اهلکار او څلور رينجرز شهيد شوي ،چې کله هم دملک په ګټه کارونه روان شي نو دغه فسادي ټوله ملک کښې فساد شروع کړي،د بيلاروس اهم وفد اسلام آباد کښې موجود وو چې دوي په سرښار حمله آور شوي وو ۔
وزيراعظم زياته کړې چې اوس فيصله کول دي چې ملک فتنه فساد ته حواله کړو يا هميشه د پاره دغه فساد نه ځان خلاص کړو ۔
وزيراعظم په دې موقع تحريک انصاف او خېبر پښتونخوا حکومت باندې هم سخت ټکونه کړي، او وئيلي دي چې دا تحريک انصاف نه دا تخريب انصاف پارټي ده، پاره چنار کښې ډيره لويه جهګړا روانه ده، امن و امان مسئله جوړه شويده، او وزيراعلیٰ يي په وفاق بار بار حملې کوي۔