اسلام آباد کښې هفته وار ميډيا بريفنګ دوران د خارجه دفتر ترجمانې ممتاز زهره بلوچ وئيلي دي چې د ترهه ګرۍ واقعاتو زرګونو کورنۍ متاثره کړيدي، ټي ټي پي سره مذاکرات به د متاثره کورنو سره زياتې وي ۔
ممتاز زهرا بلوچ اووئيل چې وفاقي حکومت د کالعدم تحريک طالبان پاکستان سره هيڅ مذاکرات نۀ کوي ۔
خارجه دفتر ترجمان پي ټي آئي احتجاج کښې د افغانانو شرکت غيرقانوني ګرځولې او وئيلي ئي دي چې ټول بهرملکي وګړي دې د پاکستان سياسي معاملو نه لرې اوسي ۔
ترجمان دفتر خارجه ممتاز زهره بلوچ وئيلي دي چې پاکستان د لبنان او اسرائيل ترمينځ جنګ بندې معاهدې هرکلې کوي، او غواړي چې فلسطين کښې هم جنګ بندې معاهده کاميابه شي ۔
ترجماني وئيلي دي چې کشمير کښې د انساني حقونو خلاف ورزۍ کيږي، پاکستان به د کشميريانو اخلاقي، سياسي
او سفارتي حمايت جاري ساتي ۔