پېښور: د سپيکر بابر سليم سواتي په مشرۍ د خېبر پښتونخوا اسمبلۍ هنګامي غونډه په دويمه ورځ هم جاري وه او د شپې ناوخته ترسره شوې وه، چې پکښې د اسلام آباد ډي چوک احتجاج په معامله وزيراعلیٰ اود پي ټي آئي نورو مشرانو په وفاقي حکومت او اسټيبلشمنټ سختې نيوکې کړېدي ۔
اسمبلۍ ته خپله وينا کښې علي امين ګنډاپور اووئيل چې يو پرامن جماعت په پرامن طريقه د مشر خوشې کيدو لپاره راوتې وو، ولې حکومت ملک هاغه طرف ته بوځي، لکه څنګه چې مخکښې بوتلې شوې وو او بيا ملک دوه ټکړے شوې وو ۔
علي امين ګنډاپور اووئيل که چرې مونږ ويريږو نۀ،که گورنر راج لگولى شي، که جرات لرې نو گورنر راج اولګوې ، که گورنر راج اولګيدو نو تاسو به هم رانه صوبه کښې پاتې نۀ شې ۔
هغه مخکښې اووئيل چې اولس دا ټولې ډرامې پيژندلي دي ، زه د دې صوبې وزيراعلیٰ يم، په ما او بشریٰ بي بي باندې قاتلانه حملې شوي، او دغه حملې اسلام آباد ته داخلې سره سم شروع شوې وې ۔
د علي امین ګنډاپور په وینا وه چې دوی غوښتل زه او بشری بي بي قتل کړي، نیول ئې نه وو، نن مونږ خپل حق ادا کړی، د عمران خان عزت مو بچ کړېدې ۔
وزيراعلیٰ زياته کړه چې زه دا وايم چې ټول قام آزادي غواړي، نه عزت، نه غلامي، تر څو چې ټول قام په دې لاره روان نه وي، مونږ ته به انقلاب راوستل وي.
هغه اووئيل چې زر تر زره دې زمونږ مشر اډياله جيل نه خوشې کړې شي، کۀ داسې اونشول نو مونږ به بيا د ډزو جواب ډزو سره ورکوؤ،بيا به لوی نقصان کيږې ، نه غلامي لرم او نه د کرسۍ وېره ۔
د وزيراعلي علي امين ګنډاپور خطاب نه پس د صوبايي اسمبلۍ غونډه د اتوار په ورځ ماسپښين درې بجې پورې اوځنډولې شوه ۔