Close Menu
    تازه ترین خبرونه

    د کراچۍ ګل پلازه کښې يو دکان نه د ديرش کسانو مړي ميلاؤ شوي، مجموعي شميره يو شپيتۀ ته رسيدلې

    جنوري 21, 2026

    د خېبرپښتونخوا، بلوچستان ،مري ،ګليات او ګلګت بلتستان په غرونو د زياتې واورې او تیز بارانونو پيشنګوئي

    جنوري 21, 2026

    پاکستان په غزه کښې پائيدار امن لپاره بورډ آف پيس کښې د شموليت دعوت قبول کړې

    جنوري 21, 2026

    ټي ټوينټي ورلډ کپ کښې شرکت نۀ کولو په معامله پاکستان د بنګله ديش مکمل ملاتړ اعلان کړې

    جنوري 21, 2026

    بنو کښې د امن کميټۍ او ترهه ګرو ترمينځ د ډزو تبادله، يو پوليس اهلکار شهيد شوې

    جنوري 21, 2026
    Facebook X (Twitter) Instagram
    پنجشنبه, جنوري 22, 2026
    • قامى خبرونه
    • مهم خبرونه
    • نړۍ
    • کاروبارى خبرونه
    • روغتیا
    Facebook X (Twitter) Instagram YouTube TikTok
    Khyber News Official Website (Pashto) | د خېبر نيوز رسمي وېب پاڼهKhyber News Official Website (Pashto) | د خېبر نيوز رسمي وېب پاڼه
    Beyond All Frontiers
    اردو خبریں ENGLISH NEWS
    • سرپاڼه
    • قامى خبرونه

      د خېبرپښتونخوا، بلوچستان ،مري ،ګليات او ګلګت بلتستان په غرونو د زياتې واورې او تیز بارانونو پيشنګوئي

      جنوري 21, 2026

      پاکستان په غزه کښې پائيدار امن لپاره بورډ آف پيس کښې د شموليت دعوت قبول کړې

      جنوري 21, 2026

      مضبوط، پيشه ور او اولس دوسته پوليس داخلي سلامتيا لپاره ضرورې وي، چيف آف ډيفنس فورسز سيد عاصم منير

      جنوري 20, 2026

      چمن بارډر باندې د پاکستان او افغانستان سيکيورټي فورسز ترمينځ ډزو تبادله شوې

      جنوري 20, 2026

      امريکې صدر ډونلډ ټرمپ د غزه لپاره بورډ آف پيس کښې ګډون لپاره وزيراعظم شهبازشريف ته بلنه ورکړې

      جنوري 18, 2026
    • خېبرپښتونخوا
    • پنجاب
    • بلوچستان
    • سندھ
    • افغانستان

      داعش خراسان ترهه ګر ډلې کابل کښې په چيني ريسټورنټ د حملې ذمه واري اخستې

      جنوري 20, 2026

      پاکستان کښې دې افغان جنګيالو تعيناتۍ نه ډډه اوکړې شي، د ګل بهادر افغان ترهه ګر تنظيمونو ته هدايت

      جنوري 9, 2026

      افغان طالبانو د افغانستان خلقو لپاره راغلې امدادي سامان خپلو کښې تقسيم کړې

      جنوري 2, 2026

      د طالبانو د پرتشدد او غير انساني پاليسۍ ، افغانستان يو ځل بيا په نړېوال کچ د تنهائۍ ښکار شوې

      جنوري 1, 2026

      کابل کښې د کور دننه چاؤدنه شوې، د افغان طالبانو مشر مولوي نعمان پحق رسيدلې

      دسمبر 28, 2025
    • انټرټېنمنټ خبرونه

      زۀ خپل خاوند هيچا ته نشم ورکولې، ثنا جاويد باندې په سوشل ميډيا سختې نيوکې

      جنوري 1, 2026

      قائداعظم پوهنتون اسلام آباد کښې ”ګلونه او رنګونه“ په نوم د پښتو خوندوره مشاعره

      نوومبر 6, 2025

      د قامي ټيم نامتو سپنر باؤلر ابرار احمد هم وادۀ اوکړو

      اکتوبر 5, 2025

      د دبئي شهزادي مهره د مراکش امريکې سندرغاړې سره کويدن کړې

      اگست 31, 2025

      ماډل و اداکاره حميره اصغر لاهور کښې خاوره ته سپارلې شوې ده

      جولای 11, 2025
    Khyber News Official Website (Pashto) | د خېبر نيوز رسمي وېب پاڼهKhyber News Official Website (Pashto) | د خېبر نيوز رسمي وېب پاڼه
    Home » کال 2024 کښې د افغانستان په مجموعي صورتحال يو نظر
    افغانستان

    کال 2024 کښې د افغانستان په مجموعي صورتحال يو نظر

    دسمبر 31, 2024څرگندونې نشته7 Mins Read
    Facebook Twitter Email WhatsApp
    A look at the overall situation in Afghanistan during the year 2024
    افغانستان کښې کال 2024 پيل په زنانوو بنديزونو افسوسناک خبر نه شوے وو ۔
    Share
    Facebook Twitter Email WhatsApp

    اسلام آباد( فياض احمد) افغانستان کښې کال 2024 پيل په زنانوو بنديزونو افسوسناک خبر نه شوے وو، د افغان عبوري حکومت اګست کال دوه زره يويشت کښې  واک تر لاسه کولو پس په زنانوؤ دا د ټولو سختې پابندۍ وې ۔

    په څلورمه جنورۍ وزارت امر بالعمروف د زنانؤ حجاب په حقله  نوې احکامات جاري کړي وو ، امر بالعمروف د بيان مطابق کومې زنانه چې د  حجاب پابندي نۀ کوي نو ګرفتارولې به شي ۔

    د فروۍ په مياشت کښې افغانستان د مختلفو قدرتي  آفتونه نه  متاثره شوے وو ، په  نورلسمه فرورۍ نورستان ولايت کښې په  يو کلي لينډ سلائيډنګ شوے وو ، کوم کښې  چې پنځه ويشت کسان پحق رسيدلي وو ، په شلمه  فرورۍ ټول هيواد کښې  باران او واورې سلسله شروع شوې وه ، د باران او واورې لوجې مختلفو  پيښو کښې شپيته پورې کسان پحق رسيدلي وو ۔

    کال 2024 کښې پاک افغان اړيکو کښې ډير  تاؤ تريخوالې  ليدلې شوې ، پاکستان د افغانستان نه  څو ځلې په باضابطه توګه د ټي ټي پي پټ مرکزونو ختمولو او ترهه ګرو حواله کولو غوښتنې  کولې ولې د امارت اسلاميه افغانستان په دې لړ کښې څه کوټلي ګامونو پورته کولو کښې پاتې  راغلې وو ۔

    په  اتلسم مارچ پاکستان په خوست او پکتيکا ولايتونو کښې د  ټي ټي پي په مرکزونو حمله کړې وه ،د پاکستان سيکيورټي ذرائعو وئيلي وو چې کاروائۍ کښې د ټي ټي ټي مهم کمانډاران وژلي شوي وو ۔

    افغان عبوري حکومت وياند ذبيح الله مجاهد په دغه کاروائۍ سخت ردعمل څرګند کړے وو او زياته کړې وه چې د غه حملو کښې عام وګړي په نښه شوي وو ، اتلسم مارچ پيښې پس ردعمل کښې  افغان ځواګونو د پاکستان په سر حدي پوسټو نو حملې کړې وې  ۔

    اتلسم مارچ  باندې کاروائي پاکستان په جواب کښې کړې وه ، د پاکستان سيکيورټي ذرائعو وئيلي وو چي  څو ورځې وړاندې شمالي وزير ستان کښې  افغانستان کښې  موجود ماسټر مائنډ په ذريعه سيکيورټي فورسز په چيک پوسټ  خود کش حمله شوې وه چې پکښې 7 سيکيورټي اهلکار پحق رسيدلي وو ۔

    په يويشتم مارچ قند هار کښې ځانمرګي بريد شوے وو چې پکښې يويشت کسان پحق رسيدلي وو ، داعش د دغې حملې ذمه واري اخستې وه، په يو ديرشم مارچ غزني ولايت کښې يو درد ناکه پيښه رامخې ته شوې وه ، نهه ماشومانو هغه وخت  پحق رسيدلي وو کله چې هغوي لينډ مائن سره لوبې کولې او هغه اوچاوديدو ۔

    اپريل مياشت کښې  افغانستان د موسمي بدلون يوبل قدرتي آفت نه سخت متاثره  شوې وو ، دولسم نه څوارلسم مارچ پورې باران او سيلابونو د هيواد دوه ويشت ولايتونو کښې تباهي خوره کړې وه ، د باران او سيلاب لوجې مختلفو پيښو کښې دري ديرش کسان پحق رسيدلي وو ، دغې سيمو کښې بنيادي ډهانچې ته هم سخت زيان  رسيدلې وو ۔

    په اوولسم اپريل طالبانو حکومت دوه نجي ټي وي چنيلز بند کړي وو ، په  ټي وي چينلو اسلامي او ملي اقدارو د سرغړوني تورونه لګولې شوي وو ، په نهه ويشتم اپريل هرات ولايت کښې د اهل تشيع جومات کښې يو ترهه ګر شپږ مونځ ګزار په ډزو ويشتي وو ،په اتمه مئي په موټر سائيکل سور يو تن د بدخشان ولايت فيض آباد  سيمه کښې درې طالبانو امنيتي اهلکار په ډزو يشتي وو ، داعش د حملې ذمه واري اخستي وه ۔

    د مئي په مياشت کښې هم  سيلابونو افغانستان کښې لوئې زيان رسولے وو ،  په لسمه نيټه بغلان ولايت کښې سيلاب تباهي خوره کړې وه ، دغې خونړۍ سيلاب کښې څه د پاسه دوه سوؤ پورې خلق پحق رسيدلي وو ۔ پنځه ويشته مئي بغلان کښې د سيلاب لوجې پنځلس تنانو ژوند دلاسه ورکړے وو ، هم په دې مياشت فرياب ولايت کښې د سيلاب له امله اتيا پورې کسان پحق رسيدلي وو ۔

    په اوولسمې مئي باميان کښې د ډزو دوران  دريو سپينش  وګړو پشمول شپږ کسان وژلي شوي وو،دا بريد هم داعش کړے وو ،جون په مياشت کښې هم افغانستان  موسمي بدلون لوجې سيلابونو او طوفانونو سره مخ وو ، بغلان او ننګرهار ولايتونو کښې شپيته نه زيات کسان مخلتفو پيښو کښې پحق رسيدلي وو ۔

    په ديرشمه جولائي  امارت اسلاميه افغانستان د څوارلس سفارتي مشن سره تعلقات قطع کولو اعلان کړې وو او زياته کړې ئې وه چې دغو  دستا ويزات به نشي تسليمولې ۔

    په اوولسم اګست په سفارتي محاذ امارت اسلاميه افغانستان ته لويه کاميابي ميلاو شوې وه ، د ازبکستان وزير اعظم عبدالله عارفو هاغه وړومبې اعلیٰ  کچ بهر ملکي شخصيت وو چاچٰ د کابل دروه کړې وه ، د طالبانو واک  ترلاسه کولو وروستو  دا دافغانستان په دوره راغلې اعلیٰ  بهر ملکي  حکومتي  مشر وو ۔

    بلخوا د اګست په مياشت کښې امارت اسلاميه  افغانستان  بشري حقونو او زنانؤ خلاف پورته شوي ګامونو په نيوکو سخت دريز خپل کړو ، په شلم اګست ئې د متحده قامونو د بشري حقونو په خصوصي استازي رچرډ بينټ هيواد ته په داخليدو بنديز اولګولو ۔

    دې سره سم امر بالمعروف وزارت د امنيتي ځواکونو دوه سوه اتيا اهلکار د ږيرې پابندي نه ساتلو څوکو نه لرې کړي وو ، وزارت زياته کړې وه  چې څه د پاسه يويشت زره پورې  د  موسيقي  آلات ئې تباه کړي وو ،په يويشتم اګست امارت اسلاميه  افغانستان  په زنانؤ بنديزونه نور هم سخت کړي وو ، په نهه ويشتم اګست  ئې په مکس مارشل آرټس هم پابندي لګولې وه او دا ئې د اسلامي اصولو خلاف ورزي بللې وه  ۔

    ستمبر په دويمه نيټه کابل  ځانمردګي بريد کښې شپږ او دولسم ستمبر ديکنډي ولايت کښې  وسله والو ډزو کښې پنځلس هزاره برداري سره تعلق لرونکي کسان وژلي شوي وو ، دواړو پيښو ذمه واري داعش اخستې وه ،په شپاړسم ستمبر متحده قامونو اعلان کړې وو چې طالبانو حکومت هيواد کښې پوليو مخنيوي مهم معطل کړيدې ۔

    په څليريشتم اکتوبر امارت اسلاميه افغانستان هلمند ولايت چارواکو يو بل  د سخت دريزې حکم جاري کړې وو،   د ژوندي څيزونو تصوير جوړول ، اخيستل اوپه  نشر کولو ئې پابندي لګولې وه ۔

    د کال دوه زره څليريشتم آخرينۍ مياشت کښې امارت اسلاميه افغانستان  ته  د واک اخستو وروستو د ټولو  لويه دهچکه ميلاؤ شوې وه ، د هيواد او په اوسني نظام کښې د ټولو طاقتورې کورنۍ حقاني مشر او مهاجرينو وزارت وزير خليل الرحمان حقاني کابل کښې  د خپل وزارت په ودانۍ کښې دننه ځانمرګي بريد کښې پحق رسيدلې وو ۔

    داعش وسله والې ډلې د بريد پړا په خپل سر اخستې وه ولې دۀ لوئې حادثې و روستو يو وارې بيا طالبانو کښې د سخت دريزو او اعتدال خوښو بحث شروع شوې وو ۔

    په دري ويشتم دسمبر افغان عبوري حکومت ته په سفارتي محاذ لويه کاميابي ترلاسه شوې وه  ، په اسلامي نړۍ  کښې د ټولو زيات اثر لرونکي هيواد سعودي عرب کابل کښې خپله سفارت خانه پرانستې وه ، سعودي عرب په هغې هيوادونو کښې شامل وو چا چې د طالبانو تير حکومت هم تسليم کړے وو ۔

    په څليريشتم دسمبر يو وارې بيا پاکستان افغانستان کښې د ترهه ګرو په مرکزونو بمبار کولو مجبوره شو ، پکتيکا ولايت کښې پاکستان پولې سره نيزدې دغه کاروائۍ کښې د شپيته پورې ميبنه ترهه ګر وژلې شوي ۔

    پاکستان سيکيورټي ذرائعې وائي چې وژلي شوو ترهه ګرو کښې مهم کمانډر شامل دې ،څوک چې په پاکستان کښې د ترهه ګرۍ پيښو کښې ککړ وو ، افغان دفاع وزارت په کاروائۍ سخت ردعمل څرګند کړے او پاکستان ته ئې په باقاعده توګه احتجاج ريکارډ کړې ۔

    شریکول Facebook Twitter Email WhatsApp
    مخکینۍ مقالهد وفاقي حکومت اولس ته د نوې کال تحفه، د تيلو په نرخ کښې اضافه
    بله مقاله کال 2024 دوران پاکستان کښې د ترهه ګرۍ واقعاتو تفصيلي رپورټ
    Arshad khan

    مربوطه لیکنې

    د کراچۍ ګل پلازه کښې يو دکان نه د ديرش کسانو مړي ميلاؤ شوي، مجموعي شميره يو شپيتۀ ته رسيدلې

    جنوري 21, 2026

    د خېبرپښتونخوا، بلوچستان ،مري ،ګليات او ګلګت بلتستان په غرونو د زياتې واورې او تیز بارانونو پيشنګوئي

    جنوري 21, 2026

    مضبوط، پيشه ور او اولس دوسته پوليس داخلي سلامتيا لپاره ضرورې وي، چيف آف ډيفنس فورسز سيد عاصم منير

    جنوري 20, 2026
    ځواب دلته پرېږدئ Cancel Reply

    مونږ پسی راځه
    • Facebook
    • YouTube
    • TikTok
    • Twitter
    • Instagram
    • WhatsApp
    Live Streaming
    تازه ترین خبرونه

    د کراچۍ ګل پلازه کښې يو دکان نه د ديرش کسانو مړي ميلاؤ شوي، مجموعي شميره يو شپيتۀ ته رسيدلې

    جنوري 21, 2026

    د خېبرپښتونخوا، بلوچستان ،مري ،ګليات او ګلګت بلتستان په غرونو د زياتې واورې او تیز بارانونو پيشنګوئي

    جنوري 21, 2026

    پاکستان په غزه کښې پائيدار امن لپاره بورډ آف پيس کښې د شموليت دعوت قبول کړې

    جنوري 21, 2026

    ټي ټوينټي ورلډ کپ کښې شرکت نۀ کولو په معامله پاکستان د بنګله ديش مکمل ملاتړ اعلان کړې

    جنوري 21, 2026
    سرلیکونه
    سندھ جنوري 21, 2026

    د کراچۍ ګل پلازه کښې يو دکان نه د ديرش کسانو مړي ميلاؤ شوي، مجموعي شميره يو شپيتۀ ته رسيدلې

    د کراچۍ ګل پلازه کښې يو سوزيدلي دکان نه د ديرش کسانو مړي ميلاؤ شوي،ډي…

    د خېبرپښتونخوا، بلوچستان ،مري ،ګليات او ګلګت بلتستان په غرونو د زياتې واورې او تیز بارانونو پيشنګوئي

    جنوري 21, 2026

    پاکستان په غزه کښې پائيدار امن لپاره بورډ آف پيس کښې د شموليت دعوت قبول کړې

    جنوري 21, 2026
    ډیر لیدل شوی

    وزيراعظم د بجلۍ سهولت ييکج اعلان کړې،کورني صارفنيو لپاره به بجلي په شپږ ويشت روپې في يونټ وي

    نوومبر 8, 2024120 Views

    پېښور کښې د منکي پاکس نور پنځه شکمن کيسونه رپورټ شوي

    اگست 31, 2024112 Views

    د پښتنون کلتور ورځ،ګورنر پښتونخوا فيصل کريم کنډي دپښتنو صحافيانو تنظيم پي جے اے کابينې غړو نه حلف اخستې

    سپتمبر 23, 2024103 Views
    د مدیر انتخاب

    د خېبرپښتونخوا، بلوچستان ،مري ،ګليات او ګلګت بلتستان په غرونو د زياتې واورې او تیز بارانونو پيشنګوئي

    جنوري 21, 2026

    پاکستان په غزه کښې پائيدار امن لپاره بورډ آف پيس کښې د شموليت دعوت قبول کړې

    جنوري 21, 2026

    مضبوط، پيشه ور او اولس دوسته پوليس داخلي سلامتيا لپاره ضرورې وي، چيف آف ډيفنس فورسز سيد عاصم منير

    جنوري 20, 2026
    خېبر نيوز
    خېبر نيوز

    خېبر نيوز د پښتو ژبې هغه وړومبے چېنل دے کوم چې تاڅو ته څليريشت ګېنټې تازه ترين خبرونه او جاري امورو باندې څېړنې درکوي. دا چېنل کال دوه زره اووۀ کښې په شپاړسمه جولائي شروع کړے شوے او ډېره لږه موده کښې تېزۍ سره د خپرونې د شهرت څوکې ته رسېدلے دے.

    Facebook X (Twitter) Instagram YouTube TikTok
    خېبر نيوز © 2026 . ټول حقونه ساتل دي
    • سر پاڼه
    • خېبرپښتونخوا
    • انټرټېنمنټ خبرونه
    • بلوچستان

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.