بنو ټاون شپ سيمه کښې د مقامي مشر په ګاډي بمي چاودنه شوې ،چاودنه کښې يو کس شهيد شوے او ملک سبيل خان پشمول درې ژوبل شوي دي، ذرائعو وئيلي چې شهيد شوي کس د ملک سبيل خان ورور وو، دغه ګاډي په لار کښې د نصب شوي بم د لارې په نښه کړې شوې ۔
د سرکاري ذارئعو تر مخه د بنو ټاون ټهانړې حدود سيد خيل سيمه کښې د مقامي مشر ملک سبيل خان په ګاډي بمي چاودنه شوې ده ۔
ذرائعو وئيلي دي چې ملک سبيل خان په ګاړي کښې کور ته روان وو چې په لاره کښې مخکښې نه نصب شوې ريموټ کنټرول بمي چاؤدنه شوې ده ۔
چاودنه کښې د ملک سبيل خان ورور ملک اينار خان شهيد شوې ، او د ملک سبيل خان پشمول درې کسان ژوبل شوي دي، ژوبل کسان د علاج لپاره خليفه ګلنواز هسپتال ته منتقل کړې شوي دي ۔
د پيښې وروستو پوليس او سيکورټي ادارو سيمه په خپله ولقه کښې اخستې او سرچ آپريشن ئې شروع کړې دې ۔

