غزه کښې د اسرائيلي فوځ وحيشانه کارروائيانې په اوو ديرشمه ورځ هم دوام لري، اسرائيلي حملو کښې د شهيد فلسطينيانو شميره يوؤلس زره نه اوړېدلې، د فلسطين صحت وزارت وائي چې شهيد شوؤ کسانو کښې اته زره نه سيوا ماشومان او زنانه شاملې دي، ولې د ژوبل شوؤ کسانو تعداد اتويشت زره نه سيوا دې.
د فلسطين وزارت صحت ترمخه تر دې دمه د صهيوني فوځ حملو کښې يوؤلس زره نه سيوا فلسطينيان شهيدان شويدي، شهيد شوؤ کسانو کښې اته زره نه سيوا ماشومان او زنانه هم شاملې دي
فلسطين صحت وزارت وائي چې اسرائيلي فوځ وحشيانه حملو کښې اتويشت زره نه سيوا فلسطينيان ژوبل شويدي، اسرائيلي فضائي بمبارې لوجې د غزه تر ټولو لوئي الشفا هسپتال کارډک وارډ تباه شوېدي، د کارډک وارډ دوه منزله ودانې په مکمله توګه تباه شوېده.