د عوامی نیشنل پارټی مشر اسفندیار ولی خان د مستونګ چاودنی غندنه کړی،د شهیدانو د مغفرت د پاره ئی دعاګانی کړی او د ژوبل شوو کسانو سره ئی د همدردی څرګندونه کړی
د عوامی نیشنل پارټی اسفندیار ولی خان په مستونګ کښی د چاودنی غندنه او په روانو حالاتو ئی تشویش څرګند کړی،اسفتدیار ولی خان وئیلی چی د د باجوړ نه تر وزیرستان،صوابی،ډی آئی خان او مستونګ پوری بی ګناه او معصوم خلک شهیدان کولی شی،د امن د پاره سیاسی لیډرانو،فوج،پولیس او عام اولس ډیری قربانی ورکړیدی نن یو ځل بیا حالات داسی جوړ شوی چی دا ټولی قربانی ضائع کیدو طرفته روانی دی،دوئی زیاته کړی چی وخت راغلی چی پالیسی ساز په خپلو روانو پالیسئ نظرثانی اوکړی ولی چی تر ننه پوری د تره ګرو د سهولت کارو خلاف څه قیسمه کاروائی نه ده شوی