صدر آصف زرداري د خېبر پښتونخوا په حواله پينځه آرډيننسز منظوري ورکړې، صدر مملکت د دولس بلونو منظورۍ په سمرۍ هم دستخط کړېدې ۔
اسلام آباد: په دغه آرډيننسز او بلونو کښې د خيبر پښتونخوامخصوص دولس ضلعو او نورو سيمو لپاره د سپېشل انېشېټيوز آرډيننسز، د صوبائي اسمبلۍ د اختياراتو او مراعاتو د قانون ترميم، د سوسائټيز د رجسټرېشن ترميم او د سپيکر او ډپټي سپيکر د تنخواګانو او مراعاتو آرډيننس شامل دي ۔
بلخوا صدرِ مملکت د دولس بلونو منظوري هم ورکړې چې پکښې د هائير اېجوکېشن کمېشن، فېډرل بورډ، نېشنل کالج آف آرټس، نېشنل ټېکسټايل يونيورسټي، اين اېف سي انسټيټيوټ ملتان او پاکستان کونسل فار سائنس اېنډ ټېکنالوجي د قوانينو ترميمونه شامل دي ۔
د دې ترڅنګ د نېشنل رحمت للعالمين اتهارټۍ، پاکستان سټډيز سنټرز، سنټرز آف اېکسېلېنس، آرکائيوز او پاکستان ټورسټ ګائيډز اړوند بلونه هم منظور شوي دي ۔

