فيلډمارشل عاصم منير د شمالي وزيرستان علاقې ميران شاه دوره کړې، آئي ايس پي آر ترمخه فيلډ مارشل ته د سيکيورټۍ صورتحال او ترهه ګرو خلاف روان عملياتو په حواله بريفنګ ورکړې شوېدے،فيلډ مارشل د شهيدانو په يادګار ګلونه ايښودي او شهيدانو ته ئې خراج تحسين وړاندې کړېدے په دې موقع خپله وينا کښې فيلډمارشل عاصم منير وئيلي دي چې سيکيورټي فورسز خېبرپښتونخوا کښې ترهه ګرۍ خاتمې لپاره پرعزم دے،د شرخوښو خلاف به کارروائۍ جاري وي ۔
د پاک فوج مطبوعاتي ادارې له لوري جاري بيان کښې وئيلي شوي چې فيلډ مارشل عاصم منير د شمالي وزيرستان ميرانشاه دوره کړې، چرته چې ورته د سيمې د سيکيورټي صورتحال او انټيلي جنس بيسډ آپريشنز په اړه بريفنګ ورکړې شوې دې ۔
ميرانشاه ته په رسېدو د پېښور کور کمانډر د فيلډ مارشل هرکلې کړې، هغه د شهيدانو په يادګار د ګلونو څادر هم اچولې او د پاک فوج شهيدانو قربانۍ ئې ستائيلي دي ۔
فيلډ مارشل ته د سيمې د امنيتي صورتحال، روان عملياتو او د ترهه ګرۍ خلاف د ترلاسه کړې شوو کاميابو په اړه هم تفصيلي بريفنګ ورکړې شوې ۔
آئي ايس پي آر وائي چې فيلډ مارشل عاصم منير د افسرانو او ځوانانو سره ملاقات کړې او د هغوي پيشه ورانه تيارۍ، مهارت او د وطن د دفاع لپاره ئې عزم ستائيلې دې. هغه د خېبر پښتونخواه پوليس بهادري هم ستائيلې او وئيلي ئې دي چې پوليس د ترهه ګرۍ او فتنه الخوارج خلاف په وړومبي صف کښې ولاړ بهادر فورس دې ۔
فيلډمارشل عاصم منير زياته کړې چې سيکيورټي فورسز خېبرپښتونخوا کښې ترهه ګرۍ خاتمې لپاره پرعزم دے،د شرخوښو خلاف به کارروائۍ جاري وي ۔

