د شمالي وزيرستان په مختلفو علاقو کښې د سيکيورټي فورسز عملياتو دوران شپاړس ترهه ګر وژلي شويدي،آئي ايس پي آر ترمخه علي خيل علاقه کښې د کاروائۍ دوران دوه افغان وګړو پشمول دولس شرخوښي وژلي شوي،څلور ترهه ګرو ميرعلي او دته خيل علاقو کښې وژلي شويدي،ترهه ګرو سره ډزو تبادلې دوران حوالدار عصمت علي او نائيک آفتاب علي شهيد شويدي،د شهيد حوالدار عصمت علي تعلق د صوابۍ او د نائيک آفتاب تعلق د رستم سره وو ۔
د پاک فوج ترجمانې ادارې له لوري جاري بيان کښې وئيلي شوي چې سيکيورټي فورسز د شمالي وزيرستان مير علي ، دته خېل او نورو سيمو کښي د ترهه ګرو ټهکانې په موثر انداز سره په نښۀ کړې دي ۔
آئي ايس پي آر وئيلي چې دولس ګهنټې آپريشن دوران د ډزو تبادله کښې مير علي کښې دولس ترهه ګر وژلې شوي چې پکښې دوه افغان وګړي هم شامل دي ۔
آئي ايس پي آر مطابق مير علي او دته خيل کښې دوه دوه ترهه ګر وژلې شوي دي ، دې دوران د وژلي شوي ترهه ګرو ټهکانې غوره انداز سره تباه کړې شوي او هغوي ولښې نه وسله هم ترلاسه شويده ۔
آئي ايس پي آر ترمخه د ډزو تبادله کښې د پاک فوج دوه ځوانان عصمت علي او نائک آفتاب هم شهيدان شوي دي ، شهيد شوي عصمت علي تعلق د صوابۍ او د نائيک آفتاب علي تعلق د مردان سره وو ۔
آئي ايس پي آر زياته کړې چې ترهه ګرۍ خلاف به کاروائيانې پوره طاقت اور رفتار سره جاري وي ۔

