وفاقي حکومت د پټرول نرخ کښې د نور کمي اعلان کړې او د ډيزل قيمت ئې برقرار ساتلې، دې حوالې سره پټروليم ډويژن له لوري اعلاميه هم جاري کړې شوې ده ۔
اسلام آباد: پټروليم ډويژن له لوري جاري نوټي فکيشن کښې وئيلي شوي چې پټرول نرخ کښې لټر په سر دوه روپۍ کمې شوې، چې ورسره د پټرول في لټر نوې قيمت درې سوه، ديرش روپۍ مقرر کړې شوې دې ۔
نوټي فکيشن مطابق د ډيزل نرخ کښې کمې نۀ دې شوې، او د دې قيمت درې سوه، شپيتۀ روپۍ في لټر برقرار ساتلې شويدې ۔
نوټي فکيشن کښې مخکښې وئيلي شوي چې اوګرا د پټروليم پرائسنګ مکينزم لاندې د پټروليم مصنوعاتو ايکس ډپو قيمتونو کښې ردو بدل کړې دې ۔
د اوګرا په نوټي فکيشن کښې مخکښې وئيلي شوي چې د پټرول او ډيزل د نوې قيمتونو اطلاق به د شپاړسم نومبر پورې وي ۔

