خېبرپښتونخوا کښې د سرکاري يونيورسټو سره د فنډز کمې یوه لویه مسئله جوړه شوېده، د صوبې په څلورديرش سرکاري يونيورسټو کښې څليريشت يونيورسټۍ د فنډزکمي سره مخ دي،د يونيورسټو مالې خساره پنځه ارب او شپيته کروړه روپو ته رسېدلې ده،د يونيورسټو مالي مشکلاتو لوجې لکونو طلبا متاثره کيږې، دې لړ کښې محکمه اعلیٰ د وفاقي حکومت نه د اتلس ارب روپو فوري ګرانټ فراهمۍ لپاره خط هم ليکلې دې ۔
پيښور: د محکمه اعلیٰ تعليم مطابق د يونيورسټو د مالی خسارې په وجه د خٰبرپښتونخوا دوه لکه طالب علمان متاثره کيږي ۔
د دې مسئلو د حل کولو لپاره د اعلیٰ تعليم محکمې د وفاقې حکومت نه د اتلس ارب روپو د سپيشل ګرانټ غوښتنه کړې ده ۔
د اعلیٰ تعليم سيکرټري لخوا د هائرايجوکيشن کميشن اسلام آباد ته خط ليږلې شوې او د يونيورسټو مالي ستونزي ئې په ګوته کړيدې ۔
په خط کښې وئيلي شويدې چې د صوبې د څليريشت يونيورسټو مجموعي خساره پنځه ارب او شپيته کروړه روپو ته رسېدلې ده ۔

