د کاټلنګ تحصيل اينزرګي ټائب ډي هسپتال کښې نهه کال پس آپريشن تهيټر فعال شوې، د هسپتال ډاکټرانو او پيراميډکس عملې د آپريشن تهيټر فعالي لوئې پيشرفت ګرځولې او وئيلي دي چې دې ګام سره به د ضلعي په لوئې سرکاري هسپتالونو دباؤ کښې کمې راځي ۔
مردان کښې د کاټلنګ تحصيل خلقو صحت په معامله اهم پيشرفت شوې، چرته چې دوه زره اوولسم راهسې د ټائپ ډي هسپتال آپريشن تهيټر غير فعاله وو، کوم چې اوس په باقاعده توګه فعال کړې شويدې ۔
د اينزرګي هسپتال ډاکټرانو او پيراميډکس عملې وئيلي چې دا ډير اهم پيشرفت دې، چې ورسره به د تحصيل آبادۍ ته لوئې ريليف ميلاويږي او د ضلعي لوئې سرکاري هسپتالونو باندې دباؤ هم کم شي ۔
دې لړ کښې د اينزرګي هسپتال پيراميډکس مشر محمد شفيع وئيلي دي چې کاټلنګ او خواؤشا سيمو کښې به کله هم حادثات اوشو يا ايمرجنسي به شوه نو مريضان به مردان ته منتقل کيدل ۔
هغه اووئيل چې د اينزرګي هسپتال آپريشن تهيټر فعاله کيدو سره به اوس د تحصيل د خلقو جنرل آپريشنز کيږي او هغوي ته به هنګامي حالاتو کښې مردان ته د تلو ضرورت هم نۀ راځي ۔

