ايراني سرښارتهران کښې د ايران، پاکستان، سعودي عرب او ترکيه چارواکو شريکه غونډه پيل شوې،د پاکستان نمائندګي فيلډ مارشل عاصم منير کوي او ورسره داخله وزير محسن نقوي هم په تهران کښې موجود دې،غونډه کښې د منطقې کشيدګي کمولو او سفارتي رابطې تيزولو باندې غور کيږي، ايراني ميډېا مطابق د غونډې بنيادي مقصد منطقه کښې يو بل سره تعاؤن سيوا کولوپشمول سلامتيا او استحکام ته وده ورکول دي .
د ايران، پاکستان، سعودي عرب او ترکيې اهم چارواکي په تهران کښې راټول شوي او د ايران له صدر مسعود پزشکيان سره ئې هم ملاقات کړې دې ۔
ايراني ميډيا خپل رپورټ کښې وئيلي دي چې د څلورو ملکونو د چارواکو شريکه غونډه کښې د سيمې امنيت او د تاوتريخوالي د کمولو په اړه خبرې کېږي ۔
د پاکستان نمائنده وفد د آرمي چيف فيلډ مارشل عاصم منير په مشرۍ کښې تهران ته تلې، داخله وزير محسن نقوي هم په ايران کښې موجود دې ۔
بلخوا د سعودي عرب دفاع وزير شهزاده خالد بن سلمان هم تهران ته رسېدلې دې، په ايراني ميډيا شريک شوي تصويرونو کښې د پاکستان، سعودي عرب او ترکيې اهم چارواکي هم ليدل کېږي ۔
بلخواد ايران د خارجه وزارت وياند اسماعيل بقائي وئيلي دي چې د نننۍ غونډې تجويز د فيلډ مارشل عاصم منير د سفر په مهال وړاندې شوې وو او ايران ئې هرکلې کړې دې ۔
ايران د پاکستان، سعودي عرب او ترکيې د چارواکو د تهران سفر د امنيتي همکارۍ په لور مهم ګام بللې دې ۔
بلخوا د پاکستان، سعودي عرب او ترکيه چارواکو د څلور فريقي اجلاس په موقع ايراني صدر مسعود پزشکيان سره ملاقات کړې، چې پکښې د منطقې صورتحال باندې خبرې شوي ۔
په دې موقع ايراني صدر وئيلي دي چې ايران د مسلم ملکونو ترمينځ اتحاد، سلامتيا او ترقۍ ته وده ورکولوکښې مرستو لپاره تيار دې ۔
صدر پزشکيان په اسلامي ملکونو زور راوړې چې منطقه کښې اسرائيلي جارحيت او د مشرق وسطیٰ تقسيم په حواله دې د امريکې کوششونو په وړاندې مضبوط ديوال جوړ شي ۔

