د اسلام آباد نيشنل یونیورسټي آف سائنس اينډ ټيکنالوجۍ، نسټ د فېکلټي وفد د کيم ټيک او خېبر نېټ ورک دوره کړې ده. د دورې پر مهال د اکاډیمیا او مېډیا صنعت ترمينځه د همکارۍ پراختیا، طالب علمانو ته د عملي صحافتي تربیت ورکول او د مېډیا د طالب علمانو د موجوده صنعتي ضرورتونو سره د واقفيت په اړه خبرې شوې دي ۔
اسلام آباد: د کلاس روم نه تر عملي مېدان پورې، د مېډیا د طالب علمانو د نسټ فيکلټي وفد اسلام آباد کښې د کيم ټېک او خېبر نېټ ورک دوره کړې ده ۔

په وفد کښې د نسټ د ماس کمیونیکېشن څانګې مشر ډاکټر محمد عمر ندیم، د جناح سکول آف پبلک پالیسي اېنډ لیډرشپ مشر ډاکټر حمزه افتخار، لیکچرر رُبّان شکیل، اسسټنټ پروفېسر ډاکټر محمد علي زېدي او لیکچرر حمزه ایوب شامل وو ۔
د دورې پر مهال وفد د خېبر نېټ ورک د مختلف سټوډیوز، مرکزي نیوز روم، پروډکشن کنټرول روم او ماسټر کنټرول روم د نيزدې نه کتلي دي، وفد ته د خبرونو جوړولو، نشریاتي چارو او براډکاسټنګ نظام د عملي طریقو په اړه معلومات ورکړې شوي دي ۔
وفد ته د کيم ټېک تربیتي ماډل، د طالبعلمانو لپاره د عملي مېډیا ورکشاپس او د فېکلټي ټريننګ په اړه هم بریفنګ ورکړې شوی دی ۔
د دې ترڅنګ د اکاډیمیا ټو مېډیا کونسل مستقبل هلو ځلو او همکارۍ باندې هم خبرې شوې دي ۔
په غونډه کښې په دې خبره زور راوړې شو چې د مېډیا طالب علمان یواځې کلاس روم پورې محدود پاتې نۀ شي، بلکه طالب علمانو ته دې عملي تربیت ، انټرنشپ او په مېډیا ادارو کښې د کار کولو موقعې ورکړې شي ۔
د کېوان حامد راجه په مشرۍ د ميډيا تعليم کښې د جدت په اړه خبرې: ۔
د اېټم اېکس ډائيلاګ مشري کولو پر مهال د خېبر نېټ ورک اېګزېکټيو ډائريکټر او د خېبر ډيجيټل چيف اېګزېکټيو آفيسر کېوان حامد راجه د تعليمي ادارو استازي او د خېبر نېټ ورک مشران پر يوه ګډ پلېټ فارم راټول کړل، چې پکښې د ميډيا صنعت او د ميډيا سره تړؒې زده کونکو ترمينځ د همکارۍ پر بېلابېلو امکاناتو بحث اوشو ۔

کېوان حامد راجه د خېبر نېټ ورک د اېګزېکټيو ډائريکټر او د خېبر ډيجيټل د چيف اېګزېکټيو په توګه د ميډيا او ډيجيټل نشرياتو له برخو سره تړاو لري
هغه د کامټېک په جوړولو کښې مهم کردار ادا کړی، چې مقصد ئې د تعليمي ادارو او ميډيا صنعت ترمينځ د اړيکو پياوړتيا ده، په مکالمه کښې په دې غور اوشو چې د پوهنتونونو علمي تجربه او د ميډيا ادارو عملي مهارتونه سره يوځائې کېدې شي ۔
په دې موقع د خودمختار ساوي صدر او د کيم ټيک شريکه باني محترمه مريم کيوان، د خېبر نيوز چيف اېډيټر مبارک علي او د خېبر نېټ ورک ډائريکټر کوآرډينيشن ذکي الرحمن پشمول نور افسرانو هم ګډون کړې ۔
د زده کوونکو لپاره انټرنشپ او د ميډيا عملي مهارتونو ته ځانګړې پاملرنه: ۔
د اېټم اېکس ډائلاګ پر مهال د زده کوونکو د عملي ميډيا مهارتونو د ودې او له ميډيا صنعت څخه د نېغ په نېغه تجربې د ترلاسه کولو پر امکاناتو هم خبرې اوشوې ۔

ګډونوالو د انټرنشپ، عملي ورکشاپونو او د ميډيا له مسلکي کسانو سره د اړيکو له لارې زده کوونکو ته د دې فرصتونو د برابرولو په اړه بحث وکړ، چې خپله علمي پوهه په عملي کار کښې وکاروي ۔

