سټيټ بينک آف پاکستان شرح سود کښې د اضافې اعلان کړې، کراچۍ کښې د مانيټري پاليسۍ اعلان پر مهال د سټيټ بينک ګورنر جميل احمد وئيلي چې شرح سود کښې اعشاريه پنځه بيسز پوائنټس اضافه شوې، چې ورسره شرح سود د يوولس اعشاريه پنځه فيصد نه دولس فيصد ته رسيدلې ۔
کراچۍ کښې ميډيا سره خبرو پر مهال ګورنر سټيټ بينک جميل احمد وئيلي دي چې پنځوس بيسز زياتولو سره شرح سود دولس فيصد ته رسيدلې ۔
هغه مخکښي اووئيل چې دا زياتوالې د ګرانۍ لوجې شوې ده،دمانيټري پاليسي کميټۍ لس غړو کښي نهه غړو په شرح سود کښې پنځوس بيسز اضافے په حق کښې ووټ ورکړې دې ۔
ګورنر سټيټ بينک وئيلي دي چې د تيلو په قيمتونو کښې اوسنۍ اضافې کافي اثر غورځولې دې، پيټروليم مصنوعاتو قيمتونه د سل ډالرز نه بره شوي، چې ورسره افراط زر يعنې ګراني هم سيوا شوې ۔
ګورنر سټيټ بينک مطابق د مانيټري پاليسي کميټۍ لس اراکينو کښې نهه کسانو شرح سود کښې اضافې حمايت کړې،او دا چې د ايران امريکې جنګ لوجې د توانائۍ قيمتونو باندې اثر پريوتې او ګراني سيوا شوې ۔

