اسلام آباد هائي کورټ د شپاړس کالو نه کم عمره ماشومانو د سوشل ميډيا استعمال باندې د پابندۍ لګولو په درخواست د حکومت نه په پنځلس ورځو کښې جواب غوښتې دې،په درخواست کښې د آن لائن هراسمنټ،د خرابو موادونه د ماشومانو د تحفظ د پاره د قانون جوړولو غوښتنه شويده ۔
اسلام آباد: د ماشومانو د سوشل ميډيا په استعمال د پابندۍ لګولو په درخواست اسلام آباد هائي کورټ د آئي ټي ، اطلاعاتو، داخله او قانون وزات، پيمرا او پاکستان ټيلي کميونيکيشن ته نوټسې جاري کړي او په پنځلس ورځو کښې ئې ترې جواب غوښتې دې ۔
اسلام آباد هائيکورټ د يحيیٰ فريدخواجه او جلال حيدر ملک په درخواست سماعت کړې او متعلقه وزارتونو ته نوټس جاري کولو سره هغوي نه ئې جواب هم غوښتې دې ۔
درخواست کښې د ماشومانو د آن لائن تحفظ، هراسمنټ، خرابو او نقصاني موادو مخنيوې او مورپلار ته د ماشومانو د سوشل ميډياپه استعمال کنټرول ورکولو غوښتنه شوېده ۔
دائر شوي درخواست کښې د سوشل ميډياپليټ فارمز د ذمه دارو ټاکلو غوښتنه هم شوې ده ۔
ياده دې وي چې په کال دوه زره پنځۀ ويشتم کښې په دې اړه په سينيټ کښې يو بل جمع شوې وو خو تر اوسه قانون سازي نۀ ده شوې ۔

