د ثالثۍ نړيوال عدالت بهارت ته هائيډرو پراجيکټس باندې کار محدود کولو او پاکستان سره سندهه طاس لوظنامې پاسداري کولو حکم کړې، دي هيګ کښې قائم پرميننټ کورټ آف آربيټريشن واضحه کړې چې پاکستان او بهارت ترمينځ سندھ طاس لوظنامه اوس هم په مکمله توګه نافذالعمل ده، عدالتي فيصلې مطابق بهارت سره د دې معاهدې ختمولو يو معطل کولو قانون جواز نيشته ۔
د نيدر لينډ ښار دي هيګ کښې د اقوام متحده منشور لاندې قائم عالمي ثالثۍ عدالت د بهارت لخوا يکطرفه توګه باندې معطل يا غير فعال سندھ طاس معاهدے ساتلو اقدام رد کړېدې، د معاهدے حيثيت په اړه ئي فيصله جاري کړېدي ۔
ثالثي عدالت خپله متفقه فيصله کښې وئيلي دي چې بهارت لخوا د سندھ طاس معاهدے معطل کولو يا ختمولو هيڅ جواز نيشته دې ۔
دي هيګ پرميننټ کورټ آف آربيټريشن واضحه کړې چې پاکستان او بهارت ترمينځ سندھ طاس لوظنامه اوس هم په مکمله توګه نافذالعمل ده ۔
عالمي ثالثي عدالت مطابق د هماليائي خطې کښې زير تعمير پن بجلي منصوبو د معاهدے سره مطابقت فيصله به د عالمي بينک مقرر کړې شوې غير جانبدار ماهر لخوا کولې شي،کوم به چې کال دوه زره اوويشتم پورې په دغه معامله فيصله ورکوي ۔

