د مردان په کاټلنګ علاقه کښې د سي ټي ډي کاروائۍ دوران دوه ترهه ګر وژلي شويدي،سي تي ډي لخوا جاري شوي بيان ترمخه دا آپريشن د کاټلنګ بابو زئۍ غرونو کښې ترهه ګرو موجودګۍ په اطلاع شوي وو، وژلي شوي ترهه ګرو ولقې نه لاسي بم،وسله او کارتوس برآمد شويدي ۔
د کاؤنټر ټيررازم محکمې( سي ټي ډي) مردان ریجن له اړخه جاري شوې بيان کښې وئيلي شوي چې سي ټي ډي ته اطلاع تر لاسه شوې وه چې د مران کاټلنګ بابوزئې غرونو کښي ترهه ګر موجود دي ۔
سي ټي ډي چارواکو وئيلي چې اطلاع ميلاؤ شوې وه چې غرونو کښې موجود ترهه ګر کاروائۍ لپاره مڼصوبه بندي کوي ۔
سي ټي ډي د کاروائۍ دوران دوه ترهه ګر وژلي دي ،د وژؒي شوي ترهه ګرو قبضې نه لاسي بمونه او نوره درنه وسله هم برآمد کړې شوې ده ۔
د سي ټي ډي وينا ده چې د وژلي شوي ترهه ګرو د شناخت عمل جاري دي او د تښتيدلو ترهه ګرو نيولو لپاره سيمه کښي سرچ آپريشن هم جاري دې ۔

