آزاد کشميرقانون ساز اسمبلۍ انتخابات، مير پور ډويژن په ديارلس نشستونو شوي اليکشن غير حتمي او غير سرکاري نتائجو ترمخه مسلم ليګ ن نهه سيټونه ګټلي دي،په څلور حلقو د پيپلزپارټۍ اميدوارانو کاميابي ترلاسه کړيده،دا انتخابات په ميرپور،کوټلي او بهمبر ضلعو کښې شوي وو،چيف اليکشن کمشنر غلام مصطفیٰ مغل وينا ترمخه د انتخاباتو اولنې مرحله په آزادانه او شفاف طريقه مکمل شويده ۔
د آزاد کشمير مير پور ډويژن کښې انتخابات سر ته رسيدلي، د غيرحتمي نتيجو مطابق مسلم ليګ ن اووه سيټونه ترلاسه کړې او اولنې پوزيشن ته راغلې دې، دغه رنګ پيپلز پارټي درې سيټونو سره په دويم نمبر ده ۔
اليکشن کميشن ترمخه انتخابات شفاف ماحول کښې پر امن طريقې سره ترسره شويدي، بلخوا مقامي ذرائع وائي چې په ځينو پولنګ سټيشنو د جنګ جهګړې پيښې هم مخې ته راغلي، کوټلي کښې فائرنګ شوې چې پکښې يو تن مړ او درې ژوبل شويدي ۔
بلخوا وفاقي وزير انجنئير امير مقام او د وزيراعظم مشير رانا ثناالله مير پور کښې د پرامن اليکشن په انعقاد اليکشن کميشن، انتظاميې،پوليس او نورو ادارو ته خراج تحسين وړاندې کړې او کامياب اميدوارانو له ئې مبارکي ورکړيده ۔
وفاقي وزيرانو په اليکشن کښې دهاندلۍ په حواله د پيپلز پارټۍ الزامات مسترد کړي او وئيلي ئي دي چې اليکشن په شفاف انداز کښې شوي وو او د سيمې اولس د مسلم ليګ ن قائد نواز شريف باندې د اعتماد اظهار کړېدے ۔
دې ترڅنګ د پيپلز پارټې چيئرمين بلاول بهټو زرداري د آزاد کشمير انتخاباتو نتائج باندې سخت ردعمل راغلې، وائي چې د کشميريانو په ووټونو ډاکه اچولې شوې، رياست ته به فيصله کول وي چې د ملک مفاد زيات اهم دې او کۀ د مسلم ليګ ن مفاد اهم دې ۔
مظفرآباد کښې د پارټۍ ورکرز کنونشن ته وينا کښې بلاول پښتنه کړې چې آيا آزادکشمير کښې څه شوي،دې ته د جمهوريت نوم ورکولې کيديشي، بلاول مطابق د رياست هر يوه فيصله د ن ليګ مفاد کښې کيږي، او د دې نقصان کشمير ، پاکستان او اولس ته رسي ۔

