سټيټ بينک د نوې مانيټري پاليسۍ اعلان کړې او شرح سود ئې يوولس اعشاريه پنځه صفر باندې برقرار ساتلې، ګورنر سټيټ بينک آف پاکستان جميل احمد وئيلي چې مانيټري پاليسي کميټۍ د شرح سود برقرار ساتلو فيصله کړې،جميل احمد مطابق روشن ډيجيټل اکاونټس کښې څلور مياشتو نه ديرش کروړ ډالر راروان دي، روان مال کال کښې کرنټ اکاؤنټ خساره ديارلس کروړ، نوي لکه ډالر وه ۔
سټيټ بينک ٓف پاکستان راتلونکی دوه مياشتو لپاره د مانيټرى پاليسۍ اعلان کړې، ګورنر سټيټ بينک جميل احمد د مانيټرى پاليسۍ اعلان کړې او وئیلي دي چې مانيټري پاليسۍ کميټۍ فيصله کړې چې پاليسي ريټ موجوده ريټ يوولس اعشاريه پنځه فيصد باندې به برقرار ساتلې شي ۔
ګورنر سټيټ بينک اووئيل چې ګرانىې د تير وختونو ټرينډ په لاندې روان دې ، جولائي نه فرورۍ پورې ګراني پنځه اعشاريه پنځه فيصده وه ، مالي کال دوه زره شپږويشتم کښې کرنټ اکاونټ خساره ديارلس کروړ، نوي لکه ډالر وو او مالي کال دوه زره اووۀ ويشتم کښې به کرنټ اکاونټ خساره جي ډي پي تناسب صفر نه يو فيصده وي ۔
ګورنر سټيټ بينک اووئيل چې د کال دوه زره شپږويشتم دسمبر پورې به ترسيلات زر شل اعشاريه شل ارب ډالر وي ، نړيوال حالاتو باوجود دا اندازه برقرار ده ، ايکسپورټس او ورکرز ترسيلات زمونږ لوئې ذرائع دي ۔
ګورنر سټيټ بينک دا هم اووئيل چې مالي کال دوه زره اووۀ يشتم کښې به د حکومت کوششونو سره ايکسپورټس ښۀ وي ، روشن ډيجيټل اکاونټس څلور مياشتو نه ديرش کروړ ډالر راروان دي ۔
جميل احمد وائي چې روان مالي کال به امپورټس کښې اضافه کيږي، د ټولو ادائيګيانو باوجود زمونږ زرمبادله ذخائر زياتيږي ، مالى کال دوه زره اوويشتم کښې يوويشت اعشاريه پنځه ارب ډالر بهرني قرضې ادا کول دي ۔

