د پيښور په حسن خيل سيمه کښې بم ناکاره کولو دوران ډزيدلې چې پکښې د بم ډسپوزل يونټ اهلکار شهيد شويدې، پوليس وينا مطابق شهيد شوي اهلکار پيژندګلو خائسته رحمان په نوم شويده ۔
پيښور: پوليس وينا مطابق حسن خيل سيمې حدود فقيري بڼ کښې بارودي مواد ناکاره کولو دوران ډزيديلي، چې پکښې د بم ډسپوزل يونټ اهلکار شهيد شوې دې ۔
پوليس چارواکو مخکښې وئيلي دي چې بم ناکاره دوران شهيد شوې د بي ډي يو اهلکار شناخت خائسته رحمان په نوم شوې دې ۔
پوليس زياته کړې چې د بم ډسپوزل يونټ يونې بي ډي يو اهلکار خائسته رحمان د خپل ځان پرواه نۀ ده کړې او د اولس حفاظت لپاره ئې د خپل ځان قرباني ورکړې او شهيد شويدې ۔

