بلوچستان کښې ترهه ګرو خلاف د سيکيورټي فورسز مشترکه آپريشن شعبان په اتمه ورځ هم دوام لري، تازه کاروائۍ کښې نور پنځۀ ترهه ګر وژلي شوي، چې ورسره د وژلي شوي ترهه ګرو شميره يو سل څوارلس ته رسيدلي ده ۔
سيکيورټي ذرائعو وينا ترمخه بلوچستان کښې د ترهه ګرو خلاف د پاک فوج، ايف سي او پوليس مشترکه آپريشن شعبان پوره قوت سره دوام لري ۔
ذرائعو وئيلي چې آپريشن شعبان کښې نور پنځۀ ترهه ګر خپل انجام ته رسولې شوي چې ورسره تير اتۀ ورځو دوران د وژلي شوي ترهه ګرو شميره يو سل څوارلس ته رسيدلې ده ۔
ذرائعو زياته کړې چې سيکيورټي فورسز د بلوچستان مختلفو علاقو کښې په غريزو سيمو او لرې پرتو لارو کښې پټ شوي ترهه ګر آپريشن شعبان دوران په نښه کوي ۔

