واشنګټن پوسټ په يو رپورټ کښې ليکلي چې اسلامې امارت کوشش کوي چې د هيواد لرې پرته سيمه واخان په نړيوال سوداګريز مرکز باندې بدل کړي او افغانستان له چين سره يو ځائې کړي ۔
رپورټ مطابق د اسلامي امارت مسوولينو وئيلي چې دغه لويه لارپه صحيح ډول جوړولو لپاره يو روغ سړک ته ضرورت دے، چې داسې ځايونه پکښې جوړ شي چې د اوبو د سطحې اوچتيدو سره د تګ راتګ مشکل پيدا نشي ۔
د اسلامې امارت په وينا واخان يوه لويه تجارتي لاره ده کوم چې د چين تاجکستان او پاکستان سره شريک بارډر لري، د دغی لارې جوړولو لپاره فنډز ته ضرورت دې او د چين څخه د دغې لارې په جوړيدو کښې د همکارۍ غوښتنه کوي ۔
وئيلي کيږې چې د هيواد کورنيو چارو وزارت سرپرست وزير سراج الدین حقانی هم د چين سفير سره په ملاقات کښې د دغی لارې په جوړيدو ټينګار کړی وو ۔