اټک جيل ته منتقلې دوران د قيديانو په وين د حملې په معامله وزيراعلیٰ خېبر پښتونخوا ويډيو بيان مخي ته راغلې دې ،وئيلي دي چې داسې ډرامې دې نه وړاندې هم شويدي، بائد دا ډرامې اوس بندې کړې شي ۔
خپل بيان کښي وزيراعلیٰ علي امين ګنډاپور وئيلي دي چې آئي جي اسلام آباد او ايس ايچ او ترنول د دروغو خبرونه خپروي، داسې ډرامې دې نورې بندې کړي ۔
وزيراعلیٰ خبردارے ورکړے که زمونږ نمائندګانو يا ورکرانو ته څه هم زيان اورسيدو نو ذمه وار به ئې آئي جي اسلام آباد وي ۔
علي امين ګنډاپور تور لګولې چې د ترنول ايس ايچ او په خپل لاس د دغه ګاډو شيشې ماتې کړي، نن زمونږ د يو وزير ،ايم اين اے او کارکنانو ضمانت شوې وو، پوليس هغوي دوباره ګرفتار کړېدي ۔
هغه مخکښې وئيلي چې يو ډرامه جوړۀ کړې شوه، دقيديانو د ګاډو تالې کولاؤ کړې شوې او دوي لاندې اودرولې شول، او ډرامه ئې جوړۀ کړله چې ګنې دوي تښتيدل ،دې حوالې سره ما سريه ويډيو او نور ثبوتونه هم موجود دي ۔