د پوليس شهيدانو د ورځې په مناسبت سره خېبر نيټ ورک خپل روايات برقرار ساتلي دي او هم په دې حواله پېښور کښې د يوې دستورې بندوبست هم شوے وو۔
دستوره کښې دخېبر پښتونخوا وزير اعلیٰ علي امين ګنډا پور د مشر ميلمه په حیث ګډون کړے وو۔
دستورې ته په خپله وينا کښې د خيبر پښتونخوا وزير اعلیٰ علي امين ګنډاپور وئيلي چې د ترهه ګرۍ په ضد جنګ کښې قربانۍ ورکوونکو ته سلام وړاندې کوؤ ۔
وزير اعلیٰ علي امين ګنډاپور اووئيل چې تر څو امن نۀ وي ،صوبه کښې خوشحال ممکن نۀ ده ۔
علي امین ګنډاپور زیاته کړې چې ترهه ګر و سره به تر آخر وخت پورې جنګيږو ۔
دوي مخکښې اووئيل چې دا جهادیان نه بلکه جاهلان دي چې خپل خلک وژني ۔
علي امين ګنډاپور اووئيل چې پوليس ته سهوليات ورکړې شوي، او نور سهوليات به هم ورکولې شي ۔
وزيراعلي دا هم وئيلي چې دشهيدانو بچي زمونږ بچي دي، ترهه ګرو ته پيغام ورکوم چې د خپل ځانونه اصلاح اوکړي ۔