ملتان کښې لوبيدلې ميچ کښې د ويسټ انډيز 254 رنز هدف په تعاقب کښې قامي ټيم 133 رنز بنادې آؤټ شوې او په 120 رنز ئې ميچ بيللې ، چې ورسره ميلمه ټيم د دوه ميچونو سيريز هم يو ، يو سره برابر کړېدې ۔
پاکستان طرف نه ټولو نه زيات رنز بابراعظم 31 او محمد رضوان 25 جوړ کړې وو، کامران غلام 19 اور سلمان علي آغا 15 رنز باندې آؤټ شوي وو، سعود شکيل 13، ساجد خان 7، نعمان علي 6، کپتان شان مسعود او محمد هريره 2م2 او کاشف علي په يو رن آؤټ شوې وو ۔
ويسټ انډيز لخوا جومل ويريکن دوئم اننګز کښې هم شاندار باولنګ کړې او 5 وکټې ئې اخستې دي، کيوين سن کليئر 3 وکټې په خپل نوم کړې وې ۔
دې نه وړاندې ويسټ انډيز دوئم اننګز کښې دوه سوه څلور څلويښت رنز باندې آؤت شوې وو ، چې پکښې کريګ براتهويټ ټولو نه زيات دوه پنځوس رز جوړ کړي وو ۔
پاکستان طرف نه نعمان علي او ساجد خان شاندا باولنګ کړې وو او څلور ، څلور وکټې ئې په خپل نوم خړې وې ، ابرار احمد او کاشف علي يو، يو وکټ اخستې وه ۔
ويسټ انډيز خپل اولني اننګز کښې يو سل دري شپيته او پاکستان يو سل څلور پنځوس رنز باندې آؤټ شوې وو ، او ميلمه ټيم پکښې د نهه رنز برتري هم ترلاسه کړې وه ۔
شاندار باولنګ باندې د ويسټ انډيز سپنر باولر جومل ويريکن د ميچ او سيريز بهترين لوبغاړې ګرځولې شويدې ۔