پوليسو مطابق د پاکستان تحريک انصاف کارکنانو په ايم ون موټروے د پنجاب اور اسلام آباد مختلفو سيمو کښې په پوليس اهلکارانو حملې کړي، ډزې او پتهراؤ ئې هم کړېدې ۔
هکله کښې د پي ټي آئي کارکنانو حملو کښې يو پوليس اهلکار مبشر سخت ژوبل شوې وو ، هغه بيا هسپتال کښې د علاج دوران ساه ورکړي او شهيد شويدې ۔
پوليس وئيلي چې د قهر جنو مظاهرچيانو حملو کښې يو ايس پي، ډي ايس پي پشمول يو سل پنځلس اهلکاران سخت ژوبل شوي ،او د هغوي علاج مختلفو هسپتالونو کښې جاري دې ۔
پوليسو وئيلي چې د شهيد اهلکار مبشر نه دوه لونړه، يو ځوئې او کورودانه پاتې شوې دي ۔
پوليسو مخکښي وئيلي چې د پي ټي آئي کارکنانو په حملو کښې د پوليس اهلکارانو په پوزه، مخ، پښو او نور جسم باندې زخمونه جوړ شوي او د هغوي علاج مختلفو هسپتالونو کښې جاري دې ۔
پوليس چارواکو واضحه کړې چې کوم کوم ځائې کښې هم په پوليس اهلکارانو تشدد شوې، دې کښې ککړ ملزمان به د سي سي ټي وي فوټيجز په ذريعه نيولي شي او سخته نه سخته سزا به ورله ورکولې شي ۔