لاهور کښې د ترهه ګرۍ مخنيوي عدالت توړ پهوړ کيس کښې د خيبر پښتونخوا وزيراعلیٰ علي امين ګنډاپور د ګرفتارۍ وارنټ جاري کړېدې ۔
عدالت تهانه مناوا کښې درج ايف آئي آر کښې د وزيراعلیٰ وارنټ ګرفتاري جاري کړې ۔مقدمې مطابق علي امين ګنډاپور جلسې ته راتلو په وخت د ګاډو شيشې ماتې کړي دي ۔
علي امين ګنډاپور خلاف د ترهه ګرۍ ايکټ ،قتل ،اقدامِ قتل او نور ديارلس دفعاتو لاندې مقدمه درج شوې وه ۔
د مقدمې د متن مطابق علي امين ګنډاپور سيالکوټ انټرچينج باندې وسلې په لاس د يوې ډلې مشري کوله او په ګاډو ئې حملې کړې وې چې پکښې د يو شمير ګډو شيشې ماتې شوې وې ،او ټال پلازې ته ئې د اوور لګولو هڅه هم کړې وه ۔