سند او بلوچستان کښې د پوليو دوه تازه کيسونه رپورټ شويدي، چي ورسره روان کال ملک کښې د پوليو کيسونو شميره اته ته ورسيده، تر دي دمه صرف بلوچستان کښي شپږ پوليو کيسونه ريکارډ شويدي،
قومي اداره صحت مطابق د بلوچستان قلعه عبدالله کښې دوه کلن او کيماړي کراچۍ کښې دري کلن ماشومانو کښې د پوليس وائرس تصديق شويدے،
قومي اداره صحت وائي چي د غه ماشومانو کښې د معذورۍ علامات په دويشتمه مئي او دريم
جون ظاهر شوي وو،
د تازه دوه کيسونو رپورټ کيدو سره ملک کښې روان کال د پوليو مجموعي کيسونو شميره اته ته رسيدلي ده، چي پکښې شپږ کيسونه صرف بلوچستان کښې مخي ته راغلي دي،