اسلام آباد: آئل اينډ ګيس ريګوليټري اتهارټي اوګرا دپيټروليم مصنوعات په نرخونو کښې د اضافې په حواله سمري وفاقي حکومت ته ليږلې ده ۔
ذرائعو مطابق د ډيزل په نرخ کښې څلور روپۍ في ليټرنه زياتې اضافې امکان دې ، د پيټروليم ډويژن ذرائع وائي چې کيديشي د پيټرول قيمت برقرار پاتې شي ،ولې دخارو تيلو قيمت کښې في ليټر يوه روپۍ اضافې امکان دې ۔
په ممکنه توګه د پيټروليم مصنوعات قيمتونو کښې د ردوبدل اعلان د دسمبر په يو ديرشمه نيټه اوکړې شي، او دا ردوبدل به تر پنځلسمې جنورۍ پورې وي ۔
وفاقي وزيرخزانه محمد اورنګزيب به د وزيراعظم شهبازشريف په مشاورت د پيټروليم مصنوعاتو نوې نرخونو اعلان کوي، او دغه اعلان په په يو ديرشمه جنورې کوي ۔