د وزيراعظم شهبازشريف په هدايت د پمز هسپتال پيښې انکوائري کميټۍ مکمل رپورټ جاري شوې،رپورټ مطابق ايم سي ايچ نرسري کښې اوور د بجلۍ خرابۍ لوجې لګيدلې وو، فرنټ لائن عملې کاروائي کړې وه، او صرف يوماشوم ئې بچ کړې،ولې څوارلس پحق رسيدلي ،د اکسيجن سره ماشومان هنګامي حالات کښې بلخوا منتقل کول ممکن نۀ وو، نرسري کښې زيات ماشومانو لوجې امدادي کاروائۍ متاثره شوي، د محفوظ انخلا وسائل هم محدودوو،د فوجدارۍ جرم کولو کښې ملوث کيدو شواهد نۀ دي ميلاؤ شوي ۔
د اسلام آباد پمز هسپتال کښې رامخې ته شوې اوور لګيدو پيښې تحقيقاتي رپورټ په باضابطه توګه جاري کړې شوې، انکوائري کميټۍ خپل حتمي رپورټ کښې دغه افسوسناکه پيښه د هسپتال واضحه انتظامي ناکامي ګرځولې ده ۔
تحقياتي ټيم انکشاف کړې چې هسپتال کښې د فائر سيفټي شديد خاميانو مخکښې نشاندهې کړې شوې وه، خو د دې باوجود دغلته کښې دفاعي او حفاظي اقدامات نۀ وو کړې شوي، کميټۍ په ټولو هسپتالونو کښې فوري برقي و فائر سيفټي آډټ کولو سره موثره انتظامي نظام قائمولو تجويز ورکړې ۔
رپورټ مطابق پمز اوور لګيدو پيښې په نتيجه کښې څوارلس ماشومان پحق رسېدلي وو، ولې يو ماشوم حفاظت سره بچ کړې شوې هم وو ۔
تحقيقاتي رپورټ مطابق سحر نهه ديرش منټه د پاسه شپږ بجې د هسپتال سي سي ټي وي کيمرے متاثره شوې وې چې له روستو اوور اولګيدو، موقعې نه د اکسيجن ليک کيدو هيڅ شواهد نۀ دي ميلاؤ شوي، خو هسپتال کښې د اوور خودکار اطلاع ورکولو هيڅ موثر نظام موجود نۀ وو ۔
رپورټ کښې وئيلي شوي که چرې په وخت حفاظتي تدابير مکمل کړې شوي وې نو لوئې نقصان نه بچ کېدې شو، فرنټ لائن عملې د ماشومانو بچ کولو لپاره خپل استطاعت مطابق هر ممکن کاروائي کړې وه ۔
نرس رضيه نورين يو ماشوم بچ کړې او نورو ماشومانو بچ کولو لپاره ئې بيا نرسرې ته داخليدو کوشش هم کړې وو ۔
نرسرۍ کښې پنځلس ماشومان زير علاج وو، پيښې کښې څوارلس ماشومان پحق رسېدلي دي، نرسرې کښې د ګنجائش نه زيات ماشومان زير علاج وو، نومولود د حفاظتي نظام ناکامۍ نا بلکه يوشمير کمزور اقداماتو لوجې پحق رسيدلي دي ۔
رپورټ کښې د برقي تنصيب، ايمرجنسي لارې او وارننګز باندې نور تحقيقات کولو سفارش کړې شوې، پمز کښې فوري فائر، لائف سيفټي او اليکټريکل آډټ کولو سفارش هم شوېدې ۔

