د اسلام آباد نوې انتظامي نقشه وزيراعظم شهبازشريف ته پيش کړې شوې، نوې نقشه کښې اسلام آباد ته د صوبې په شان انتظامي او مالي خودمختاري ورکولو، منتخب اسمبلي، او د اسلام آباد چيف ايګزيکټيو عهدې سفارش شويدې ۔
اسلام آباد: سرچينو ترمخه د وفاقي وزير احسن اقبال مشرۍ کښې خصوصي کميټې تيار شوې د اسلام آباد انتظامي ساخت متعلق مهم ډرافټ وزير اعظم ته وړاندې کړې شوې ۔
ذرائع وائي چې مجوزه ډرافټ کښې اووۀ ويشت کسيزه اسلام آباد کيپيټل ټيريټري اسمبلي قائمولو تجويز هم شامل دې، چې پکښې به يويشت اراکين نيغ په نيغه ووټونو منتخب کيږي ۔
ذرائعو ترمخه ډرافټ کښې وئيلي شوي چې د اسلام آباد نوې صوبې ته مالي خودمختياري ورکوؤلو او چيف ايګزيکټيو عهده تخليق کوؤلو تجويز هم شامل دې ۔
ذرائعو زياته کړې چې د وفاقي کابينې منظوري وروستو به مجوزه ډرافټ قامي اسمبلې او سينټ ته وړاندې کوؤلو نه پس په باقاعده توګه د دې منظوري هم ورکولې شي ۔
نوې نقشه کښې اسلام آباد ته د صوبې په شان انتظامي او مالي خودمختاريورکولو، منتخب اسمبلي، او د اسلام آباد چيف ايګزيکټيو سفارش شويدې ۔
ذرائع وائي چې مجوزه ډرافټ کښې اووۀ ويشت کسيزه اسلام آباد کيپيټل ټيريټري اسمبلي قائمولو تجويز هم شامل دې ، چې پکښې به يويشت اراکين نيغ په نيغه ووټونو باندې منتخب کيږي ۔

