اسلام آباد : د وزيراعظم شهباز شريف په مشرۍ كښې د وفاقي كابينې غونډه اوشوه چې پکښې په دوئمه ورځ هم د آئيني ترميم په مسوده تفصيلي غور شويدې ۔ ولې منظوري ئې نه ده ورکړې شوې ۔
د وفاقي کابينې غونډه پارليمنټ هاؤس كښې د وزيراعظم په چيمبر كښې شوې چې پکښې ټول وفاقي وزيران موجود وو۔
د غونډې وروستو د اطلاعاتو وزیر عطاالله تارړ سره په شريکه خبري غونډې ته خپله وينا کښې د قانون وفاقي وزير اعظم نذير تارړ اووئيل چې د کابینې غونډه به نن ماسپخین دوه نیمې بجې بیا کېږي. چې پکښې به د آئيني ترميم منظوري ورکولې شي ۔
اعظم نذیر تارړ اووئيل چې په پارلېماني کمېټۍ کښې آئيني مسودې ته حتمي شکل ورکړې شوې او مولانا فضل الرحمان هم د مسودې برخه ګرځولې شوې دې ۔
وزير قانون اووئيل چې کومه مسوده دپارليمان خصوصې کمېټۍ لخوا منظوره شوې وه کابینې ته وړاندې شوې وه، په دې اړه کابینې ته تفصيلي بريفنګ هم ورکړې شويدې ۔
بلخوا د آئيني ترميم منظورۍ لپاره د سينيټ او قامي اسمبلۍ غونډې هم رابللې شوې وې ،ولې د کابينې لخوا منظوري پاتې کيدو نه پس دغه دواړه غونډې هم ملتوي شوي او نن بيا راغوښتې شويدي ۔
د سېنېټ غونډه شپږ ځله ځنډولې شوې وه او د شپې ناوخته د وفاقي كابينې غونډه تر ځنډېدو وروسته د سېنېټ غونډه هم وځنډول شوه او نن ماسپخين درې بجې بيا رابللې شوې ۔
بلخوا د قامي اسمبلۍ غونډه هم نن مازيګر شپږ بجې رابللې شوې چې پکښې به د آئيني ترميم منظوري ورکولې شي۔
وروستو ميډيا سره خبرو کښې د مسلم ليګ ن سينئر رهنما رانا ثناء الله اووئيل چې د آئيني ترميم منظوري به اول د وفاقي کابينې څخه اخستل کيږي او بيا به آئيني مسوده منظورۍ لپاره سينيټ او قومي اسمبلۍ ته وړاندې کولې شي ۔
رانا ثنا الله مطابق د آئيني ترميم منظوري به دواړو ايوانونو کښې ورکولې شي ۔