حکومت هم د فائر وال په دفاع کښې راغلې او وئيلي چي ټوله دنيا کښې فائر وال انسټاليږې ۔
،د آئي ټي وزيرمملکت شزه فاطمه وائي چې په ټوله دنيا کښې حکومتونه د سائبر سيکورټي لپاره فائروال انسټال کوي ۔
دوي وئيلي چې د ټول ملک نه د انټرنيټ سسټم د سلو کيدو خبرونه راروان دي،په دے حواله حکومت د متعلقه سيلولر کمپنيانو نه رپورټ طلب کړيدے ۔
وزيرمملکت شزا فاطمه وئيلي چې د فائر وال نه وړاندې زمونږ سره ويب منيجمنټ سسټم وو،ولې اوس حکومت دغه سسټم اپ ډيټ کوي ۔
شزا فاطمه مطابق هم په دے غرض حکومت د سائبر سيکورټي حملو نه د بچاؤ لپاره فائروال انسټالوي
شزافاطمه دا هم وئيلي چې ډير زربه قوم ته اووائيو چې تر اوسه پورې څومره سائبر حملے زمونږ په سسټم شويدي ۔
شزا فاطمه دا هم وئيلي چې د انټر نيټ سلو کيدو په حواله حکومت دانټرنيټ سروس ورکونکي متعلقه کمپنيانو نه رپورټ طلب کړيدے ۔
وزير مملکت دا هم وئيلي چې په دے حواله د پي ټي اے نه هم رپورټ غوښتې شويدې ۔