پېښور: د خېبر پښتونخوا اسمبلۍ هنګامي غونډه د سپيکر بابر سليم سواتي په مشرۍ کښې شوې چې پکښې د کرم او نورو شهيدانو د مغفرت لپاره فاتحه خواني شويده ۔
غونډه كښې د پي ټي آئي اسلام آباد احتجاج په اړه بحث شوې،په دې موقع سپيكر اووئيل چې د آئين آرټيكل 16 لاندې د احتجاج حق هر چا له ترلاسه دې ، پي ټي آئي د نومبر په 24نېټه پرامن احتجاج کړېدې ۔
هغه زياته کړه چې زموږ سلګونه کارکوونکي نيول شوي، او د کارکنانو په کوششونو د صوبې چيف ايګزيکټيو تيښته کښې کامياب شويدې ۔
د قانون وزير آفتاب عالم اووئيل چې د پنځه ويشتم او اووه ويشتم نومبر باندې پي ټي آئي پرامن احتجاج کړيدې، خو په مظاهره چيانو ظلم شوې او د صوبې په چيف ايګزيکټيو باندې نېغ په نېغه ډزې شويدي ۔
د قانون وزیر اووئيل چې د خېبر پښتونخوا حکومت د دې غمجنې پېښې له امله درې ورځنی سوګ اعلان کړې دې ۔
وروستو د صوبائي اسمبلۍ غونډه سبا ماښام اووه بجې پورې وځنډول شوه۔