د کرکټ نړيوالې ويب پانړې وئيلي دې چې بهارتي ټيم پاکستان کښې شيډول چيميئنز ټرافي کښې د شرکت نۀ کولو حتمي فيصله کړې ده ۔
بهارتي کرکټ بورډ دې فيصلې نه ئې آئي سي سي هم خبر کړې ،د بهارت انکار نه پس چيمپيئنز ټرافي د هائيبرډ ماډل مطابق لوبيدو امکان دې ۔
کرکټ ويب پانړې خپل رپورټ کښې وئيلي چې بهارتي ټيم د مودي حکومت طرف نه پاکستان ته نه تلو هدايت شويدې
رپورټ ترمخه د بهارتي حکومت دغه فيصلې نه انټرنيشنل کرکټ کونسل خبر کړې شويدې ۔
رپورټ کښې دا هم وئيلي شوي چې د بهارت دغې حتمي فيصلې نه پس به پاکستان کرکټ بورډ ته اوس متبادل پلان باندې عمل کول وي چې ترمخه به ئې پاکستان او متحده عرب امارات کښې ميچونه کولې شي ۔
رپورټ کښې مخکښې وئيلي شوي چې هائبرډ ماډل کښې د سري لنکا د ميدانونو آپشن هم موجود دې ۔