پيښور کښې ميډيا سره خبرو پرمهال د خېبرپښتونخوا ګورنر فيصل کريم کنډي وئيلي چې د سوات پيښه د صوبائي او وفاقي حکومت غلطۍ لوجې رامخې ته شويده ۔
ګورنر اووئيل چې د يوولس ملکونو سفيران سوات په سړک راوستې شوي وو،او دې کښې د دواړو حکومتونو نه غلطۍ شويدي ۔
فيصل کريم کنډي اووئيل چې صوابۍ په تهاڼه کښې چاودنه د شاټ سرکټ لوجې شوې او کنه، دې لړ کښې به څه وئيل د وخت نه مخکښې خبره وي ۔
هغه مخکښې اووئيل چې د سوات او صوابۍ دوړاو پيښو پلټنې کول پکار دي، چې د دې پشا د اصل محرکاتو صحيح پته اولګي ۔
د خېبرپښتونخوا ګورنر په صوبائي حکومت سختې نيوکې کړې او وئيلي دي چې په صوبه کښې په هر طرف اوور لګیدلې دې،امن و امان کوم ځائې ته رسیدلې،ټورازم تباه دې،د بي آر ټي،ملم جبه او بلین ټري د کرپشن قیصې عام دي ۔
فيصل کريم کنډي زياته کړې چې په ضلع کرم کښې د پنځوس نه سیوا کسان شهیدان شويدي ، او جهګړا اوس هم جاري ده ۔
هغه دا هم اووئيل چي د پي ټي آئي ایم پي ایز،ایم این ایز په ګرډونو او سرکاري دفترونو حملې کوي او وزیراعلی د احتجاجونو څخه نۀ دې اوزګار ۔
ګورنر اووئيل چې وزیراعلی به د تربیلا ډیم بټن کله وهي چې پنجاب ته بجلی بند کړي ۔