کيپ ټاؤن کښې جاري د دوئم ټيسټ ميچ اولنې ورځې لوبه ختم شوېده، په اولنۍ ورځ ريکلټن او باوومه شاندار بيټنګ کړې او د خپل ټيم پوزيشن ئې مضبوط کړېدې د جنوبي افريقې په درې سوه شپاړس رنز څلور وکټي آؤټ شويدي ۔
جنوبي افريقې طرف نه ريان ريکلټن په يو سل شپږ اوويا ناقابل شکست دې ، او ټمبا باوومه په يو سل شپږ رنز آؤټ شويدې، ايډن مارکرم په اوولس، ويان مولډر پنځه او ټرسټن سټبز په صفر آؤټ شوې وو ۔
پاکستان طرف نه سلمان آغادوه، محمد عباس او خرم شهزاد يو، يو وکټ په خپل نوم کړېده، جنوبي افريقې تاس ګټلې وو او پخپله ئې د بيټنګ فيصله کړې وه ۔
دې نه وړاندې سنچورين کښې لوبيدلي اولني ټيسټ ميچ کښې کوربه ټيم په دوه وکټو پاکستاني ټيم ته شکست ورکړې وو، او د دوه ميچونو سيريز کښې ئې يو صفر سر برتري ترلاسه کړې وه ۔