پاکستان ملټري اکيډمي کاکول کښې د يوم آزادي مناسبت سره پر وقار تقريب شوې ۔
دې دوران ملټري کيډټس خوندور پريډ هم کړې، آرمي چيف د خصوصي ميلما په توګه تقريب کښې ګډون کړې ۔
پاکستان ملټري اکيډمي کيډټس خصوصي انداز کښې ډرل پريډ وړاندې کړې، ددې وروستو د ملک او قام لپاره د ژوند قربانې ورکوؤنکي شهيدانو ته د عقيدت پيرزونې پيش کړې شويدي ۔
تقريب باقاعده آغاز د تلاوت کلام پاک نه شوې، ددې وروستو د قائد اعظم محمد علي جناح خصوصي پيغام اورولې شوې ۔
دستورې ته خپله وينا کښې آرمي چيف جنرل عاصم منير وئيلي دي پاکستان ته د آزادۍ عظيم نعمت ملاويدل د الله تعالیٰ په مونږ د خصوصي کرم نتيجه ده ۔
آرمي چيف اووئيل چې د دې خاورې دفاع لپاره قرباني ورکونکي شهيدان به چرې هم هير نکړو ۔
پاکستان ملټري اکيډمي کاکول کښې آزادي پريډ ته وينا په وخت آرمي چيف وئيلي دي چې دښمنانو ته مو واضحه پيغام دے که جنګ روايتي وي او که غير روايتي خو زمونږ جواب به هم موثره او درناک وي ۔
جنرل عاص منير مخکښې اووئيل چې افواج پاکستان تقسيمول د پاکستان کمزورې کولو برابر دې ۔
آرمي چيف جنرل عاصم منير ترهه ګرۍ خلاف جنګ کښې د پښتنو او د بلوچو د قربانو ستائينه کړې ۔
آرمي چيف وئيلي چې زمونږ پښتنو وړوڼو د ترهه ګرۍ لعنت خاتمے لپاره چې د کوم جرات،ايثار او قربانو داستان رقم کړې په هغې ټول قام دوي ته سلام وړاندې کوي ۔
افغانستان سره تعلقاتو په حواله آرمي چيف وئيلي دي چې ګاونډي ملک افغانستان سره ښه تعلقات قائمول غواړو،افغان حکومت ته مو پيغام دے چې فتنه الخوارج ته دې د خپل مخلص او خير خواه ګاونډي ملک باندې ترجيح نه ورکوي ۔
آرمي چيف په افغانستان غږ کړې چې د دې ډلې د ختمولو لپاره دې د پاکستان مرسته اوکړې شي ۔