کوئټه: وزېر اعلی بلوچستان سرفراز بګټي د پولېس پاسنګ آوټ پرېډ ورسته دستورې ته د وينا پرمهال وئيلي دي چې ترهه ګرو زمونږ پر پارکونو، سکولونو ، کالجونو او په وکیلانو بریدونه کړېدي ۔
سرفراز بګټي اووئيل چې له باوجود زمونږ حوصلې اوچتې دي ، رياست به تر قيامت پورې وي او مونږ به ئې دفاع کوو، مونږ ژمن يو چې دا کردار به دغه شان جاري ساتو ۔
سرفراز بګټي پوليس اهلکارانو ته اووئيل چې تاسو به له ملک سره په وفادارۍ او ايماندارۍ سره د خلقو د ژوند او مال محفوظ ساتلو لپاره خپل کردار جاري ساتۍ، تاسو به د ترهه ګرو ناپاکه هڅې ناکامه کوې ، او تاسو سره به دې لړ کښې د حکومت ټولې مرستې شامل وي ۔
هغه زیاته کړه چې هغو کسانو چې د ملک لپاره یې ځانونه قربان کړي او خپله پاک وینه ئې توې کړې ،هغو ته درناوی وړاندې کوم ۔
سرفراز بګټي مخکښې اووئيل چې دښمن بزدل او مکار دې، خو فورسز ئې مقابله کښې ولاړ دې او لکه د غر ورسره جنګېږي، او د شهیدانو د اولادونو ملاتړ کوي ۔
سرفراز بګټي دا هم اووئل چې د ترهه ګرو ناپاک ارادې به خاورو سره خاورې کوو . او دښمن د رياست يو انچ ته هم زيان نشي رسولې، مونږ به د ترهه ګرو ټولې ناوړه کوششنه ناکامه کوؤ ۔