سيکيورټي سرچینو تصديق کړې چې د پاکستان امنیتي ځواکونو د افغان طالبانو له پوسټونو استعمال کړې او پاکستان کښې ئې د دراندازۍ ناکامه کوشش کړېدې ، پاکستان سيکيورټي ادارو د ترهګرو دغه کوشش ناکامه کړې او ترهه ګرو ته ئې په لوئې پيمانه زيان رسولې دې ۔
دسرچينو ترمخه دشمالي وزيرستان او کرم پوله باندې د افغانستان د پوسټونو نه پنځه ويشت نه ديرش پورې ترهه ګرو پاکستان ته رادننه کيدو کوشش کړې ،کوم چې د پاکستان سيکيورټي فورسز په موقع ناکامه کړېدې ۔
سرچینه زیاتوي، چې نن سحر د افغان طالبانو ترڅنګ ترهه ګرو د پاکستان پر چيک پوسټونو د درنو وسلو ډزې اوکړې، په کوم چې ورته د پاکستان سيکيورټي فورسز خُله ماتې جواب ورکړې ، چې ورسره ترهه ګرو د افغانستان شپږ پوسټونه پريښودي او تښتيدلي دي
د پاکستان په وخت جوابي کاروائۍ کښې شل پورې ترهه ګر وژلي شوي او يو شمير نور ژوبل شوي هم دي ۔
پاکستان بار بار د افغانستان عبوري حکومت باندې په ډاګه کړې چې ترهه ګرو ته دې د افغانستان زمکه استعمالولو اجازت نۀ ورکوي، او افغانستان دې پخپله هيواد کښې موجود ترهه ګرو خلاف سختې کاروائيانې اوکړي ۔
سيکيورټي ذرائعو دا هم وئيلي چې د پاکستان سيکيورټي فورسز د ترهه ګرو خلاف مؤثر کاروائياڼي زبردست توان لري، چې ترهه ګر چرته هم وي ، خلاف به ئې سخته کاروائي کولې شي، او د ترهه ګرو خاتمې پورې به د ترهه ګرۍ خلاف جنګ جاري وي ۔