وزيراعظم شهبازشريف وئيلي دي چې دوه زره اتلسم کښې د ترهه ګرۍ مکمل خاتمه شوې وه، بيا خېبرپښتونخوا کښې دوباره ترهه ګر آباد کړې شوې وو، چې لوجې ټولې قربانۍ تاله ترغه شوي ۔
پيښور: وزيراعظم شهباز شريف په مشرۍ کښې د پيښور ګورنر هاؤس کښې د اپيکس کميټۍ اجلاس شوې چې پکښې د صوبې سيکيورټۍ صورتحال او ترهه ګرو خلاف کاروائيانو جائزه اخستې شويده ۔
اجلاس دوران خېبر پښتونخوا پشمول ټول ملک نه د ترهه ګرۍ مکمل خاتمه باندې اتفاق شوې،اجلاس کښې ګورنر فيصل کريم کريم کنډي، وفاقي وزيرانو،د ايډوائزري کونسل اراکينو،فيلډ مارشل سيد عاصم منير او نور متعلقه چارواکو ګډون کړې ۔
وزيراعظم شهبازشريف اووئيل چې پي ټي آئي حکومت خپل دور کښې صوبه کښې په تعليم، صحت ،پوليس او نورو شعبو توجو نۀ ده ورکړې، صوبه په اوور سوزيده، او مونږ تماشايان نۀ شو جوړيدې ۔
وزيراعظم اووئيل چې ډير په مجبورۍ مو ګورنر راج اوايمرجنسي لګولې، د خېبرپښتونخوا اولس ډير بهادر دي، صوبه کښې به د امن ،ترقۍ او خوشحالۍ دور دوباره شروع کولې شي ۔
اجلاس کښې د ترهه ګرۍ خلاف جنګ کښې شهيد شوي د پاک فوج ځوانانو، پوليس او عام خلقو قربانو ته د عقيدت پيرزونې وړاندې کړې شويدې ۔
وزيراعظم اووئيل چې د آخري ترهه ګر ختمولو پورې به په آرام نه کښينو، زمونږ د ځوانانو او اولس قربانۍ به نۀ ضائع کيږي، د خېبر پښتونخوا پوليس ، سيف سټې پراجيکټ او سي ټي ډي سره به وفاق پورا مرسته کوي او د دوۍ ضرورتونه به پورا کولې شي ۔
وزيراعظم شهباز شريف اووئيل چې د اولس او سيکورټي فورسز اتيا زره شهيدانو د قربانو په نتيجه کښې په دوه زره اتلسم کښې امن راغلې وو خو پي ټې ائي دغه ترهه ګر بيا صوبه کښې آباد کړل او په دغه قربانو ئې اوبه واچولې ۔
وزيراعظم مخکښې اووئيل چې پي ټې آئې د پنځه زره پوليس بهرتي نۀ ده کړې او سيف سټي منصوبه هم نامکمله ده، سيکورټې فورسز له جديد وسله او ټريننګ هم نۀ دې ورکړې شوې ۔
وزيراعظم شهبازشريف زياته کړې چې نوې مشاورتي کونسل په قابل او ايماندار کسانو مشتمل دې ،وزيراعظم طمع څرګند کړې چې ايډوائزري کونسل به د صوبې د ديارلس کالو محرومۍ او مسئلې حل کوي ۔

