وفاقي حکومت د پټرول نرخ کښې د کمي او ډيزل قيمت کښې د معمولي اضافې اعلان کړې او دې حوالې سره پټروليم ډويژن له لوري اعلاميه هم جاري کړې شوې ده ۔
اسلام آباد: پټروليم ډويژن له لوري جاري نوټي فکيشن کښې وئيلي شوي چې پټرول نرخ کښې لټر په سر دوه روپۍ يو اوويا پيسې کمې شوې، چې ورسره د پټرول في لټر نوې قيمت درې سوه، نهه اوويا روپۍ او يو ديرش پيسې مقرر کړې شوې دې ۔
نوټي فکيشن مطابق د ډيزل نرخ کښې يو ديرش پيسې في لټر اضافې اعلان شوې، چې ورسره د ډيزل نوې قيمت درې سوه، نوي روپۍ او يوولس پيسې في لټر مقرر کړې شويدې ۔
نوټي فکيشن کښې مخکښې وئيلي شوي چې اوګر د پټروليم پرائسنګ مکينزم لاندې د دوه ويشتم اکتوبر لپاره د پټروليم مصنوعاتو ايکس ډپو قيمتونو کښې ردو بدل کړې دې ۔

