د قومي اسمبلۍ غونډه د قامي اسمبلۍ سپيكر اياز صادق په مشرۍ كښې شوې چې پکښې د حكومت او مخالفو غړو ترمينځ د سختو جملو تبادله شويده ۔
په دې موقع سپيکر اياز صادق اووئيل چې تيره ورځ په پارليمنټ كښې څه شوي، هغه ښه نه دي شوي،سپيکر په دې اړه آئي جي اسلام آباد طلب کړې وو۔
پارليمنټ ته رسيدو باندې سپيکر اياز صادق په آئي جي اسلام آباد د سختې برهمۍ اظهار کړې او حکم ئې کړې چې د پي ټي آئي نيولې شوي ټول غړي دې په سمدستي توګه خوشې کړې شي ۔
د قومي اسمبلۍ سپیکر ایاز صادق زیاته کړه چې زه خپل ځان بدقسمته ګڼم چې تيره ورځ په پارليمان پوليسو حمله کړې وه، سپيکر مطابق د پرونۍ پېښې ایف آئي آر به زۀ پخپله درج کوم ۔
قومي اسمبلۍ ته په وينا کښې ددفاع وزير خواجه آصف اووئيل چې تيره ورځ د پاکستان وجود چيلنج کړې شوې وو ۔
خواجه آصف اووئيل چې دوي کله هم خبرې کوي نو وائي چې فوج سره خبرې کول پکار دي
د دفاع وزیر اووئیل چې د پرونۍ پېښه د یوې سلسلې برخه ده، د مئي په نهمه ټول فوجي تنصيبات په نښه کړې شوي وو ۔
د پي ټي آئي رهنماعلي محمد خان وئيلي چې غړي په ډير مشکل سره نن پارليمنټ هاؤس ته رسيدلي دي، څه چې تيره شپه شوي هغه ستاسو په وړاندې دي، ګرفتاري په جمهوريت کښي لويه خبره نه ده، د پي ټي آئي باني د څلور ګوليو خوړلو وروسته هم په جيل کښې دي ۔