سينچورين کښې لوبيدلې دويم ميچ کښې هم جنوبي افريقې پاکستاني ټيم ته ماتې ورکړې، پاکستان خپل اننګز کښې مقرر شل اوورز کښې د پنځه وکټو په زيان دوه سوه شپږ رنز جوړ کړي وو ۔
پاکستان لخوا صائم ايوب جارحانه بيټنګ کړے، په اووه پنځوس بالونو ئې اته نوي رنز جوړ کړي او ناټ آوټ پاتې شوې وو، کپتان محمد رضوان يوولس، بابراعظم يوديرش او عرفان خان ديرش رنزونه جوړ کړي وو ۔
د مقرره هدف په تعاقب کښې جنوبي افريقې ټيم په نولس اعشاريه دري اوورز کښې د درې وکټو په زيان سکور پورا کړے او ميچ ئې ګټلې دې ۔
دويم ميچ ګټلو سره جنوبې افريقي ته سيريز کښې دوه صفر سره فيصله کن برتري ترلاسه شوې ده ۔