د لاهور ترهه ګرې مخنوي عدالت د تحريک انصاف رهنما شاه محمود قريشي باندې فرد جرم عائد کړېدې، په شاه محمود فرد جرم نهم مئي جلاؤ ګهيراؤ پيښو کښې ککړتيا په تور کښې لګولې شويدې
شاه محمود قريشي سحر وختي د اډياله جيل نه کوټ لکهپت جيل ته په سخته سيکيورټې کښې منتقل کړې شوي، انسداد ترهه ګرې عدالت د شاه محمود قريشي خلاف د کيس سماعت کړے، او د نهم مئي جلاؤ ګهيراؤ کيس کښې ئې پرې فرد جرم عائد کړيدے
عدالت په راتلونکي سماعت ټول ګواهان طلب کړې او د کيس سماعت ئې دويشتمي جولائي پورې ملتوي کړيدے
ياده دې وي چې د تحريک انصاف رهنما شاه محمود قريشي باندې نهم مئي پيښو حوالې سره تهانه شادمان لاهور کښې هم مقدمې درج دي،