د عاشورې په ورځ امام حسين عليه السلام او د کربلاشهيدانو ته د عقيدت پيرزونې وړاندې کړې شوي
د ماتمي جلسونو تحفظ لپاره د سيکيورټۍ سخت انتظامات شوي وو،د جلسونو او مجلسونو مخصوص لارې او مقامات کنټينرو په ذريعه سيل کړي شوي وو
خيبر پښتونخوا کښې په څوارلس ضلعو کښې په مجموعي ډول اته نيم سوه جلوسونه ويستلے شوي
د پيښور مخلتفو امام باړو نه د يوم عاشور دولس جلوسونه بر آمد شويدي
د بلوچستان مختلف ښارونو کښې جلوسونه او مجلسونه منعقد شوي
کراچۍ کښې مرکزي جلوس نشتر پارک نه برآمد او روايتي لارو تيريدو پس به په حسينيه ايرانيان کهارادر باندې ختم شوې
لاهور کښې د لسم محرم جلوس نثار حويلي اندورن موچي ګيټ نه برآمد شوې او کربلا ګامے کښې سرته رسيدلې
د جلوسونو په لارو سبيلونه لګولي شوي وو ، د نياز ورکولو لپاره هم انتظامات شوي وو ، د جلسونو نه پس ناوخته پورې مجلسونه منعقد شوي وو چې پکښې ذاکرينو د کربلا په واقعه رڼا اچولې ۔
وزيراعظم شهباز شريف اسلام آباد او پنډۍ پشمول ټول ملک کښې يوم عاشورا پرامن طريقې سره تیریدو باندې شکر ادا کړی او پاک فوج سره پوليس او سيکيورټی فورسز ته بهترين انتظاماتو باندی ئې ستائنه کړيده