د کرمې ضلعې بګن پیښه کښې ژوبل شوې ډپټی کمشنر جاوید الله محسود په ځایې اشفاق خان د کرمې ضلعې ډپټی کمشنر تعینات کړې شوېدې، بلخوا په ټوله ضلعه کښې دوه مياشتو لپاره دفعه يو سل څلو څلويښت نافذ کړې شوې ۔
د صوبائي حکومت لخوا جاري شوې نوټیفیکبشن کښې وئيلي شوي چې تیره ورځ د لوئر کرم بګن سیمه کښې د ډزو په نتیجه کښې ژوبل شوې ډپټي کمشنر جاوید الله محسود تبادله شوې او د هغه په ځائې اشفاق خان د کرمې ضلعې ډپټي کمشنر تعینات کړې شويدې ۔
د ایډیشنل چیف سیکټری ہوم اینډ ټرائبل افئیرز عابد مجید د لاس لیک نه جاري کړې شوې نوټیفیکیشن مطابق په ټوله ضلع کښې دوه میاشتو پورې دفعه 144 نافد کړې شویده ۔
نوټيفيکيشن ترمخه هر قسمه وسلې نمائش، یو ځائې پنځو کسانو نه زیات جمع کیدو باندې هم پابندي لګول شويده، دغه شان دوه مياشتو دوران به دهرنو، جلوسو باندې به هم مکمله پابندي وي ۔
نوټيفکيشن کښې دا هم وئيلي شوي چې سیمه کښې دفعه 144 نافذ کولو مقصد په علاقه کښې بدامني ختمول او لارې مخفوط جوړول دي ۔