پيښور: د ډپټي سپيکرۍ ثريا بي بي مشرۍ کښې د خېبر پښتونخوا اسمبلۍ غونډه شوې، چې پکښې د نيمې نه زيات اراکين موجود نۀ وو اود اسمبلۍ صرف څوارلس اراکينوپکښې شرکت کړېدې ۔
غونډه کښې وزيرقانون آفتاب عالم په کشمير باندې د بهارت غير قانوني قبضې خلاف قرارداد وړاندې کړې کوم چې په متفقه توګه منظور کړې شويدې ۔
قرارداد کښې وئيلي شوي چې دا ايوان آزادۍ لپاره د کشميريانو هلو ځلو ته سلام وړاندې کوي،بهارت د انساني حقوقو سختو خلاف ورزو کښې ککړ دې ۔
قرارداد کښې غوښتنه شوې چې عالمي برادي دې د هندوستان دغې ظلومونو نوټس واخلي ۔ نهه لکه بهارتي فوج کشميريان په يوځائۍ کښې بند کړيدي ۔
خېبرپښتونخوااسمبلۍ نه د مقبوضه کشمير حق او کشميرانو سره يو والي په اړه قرارداد په متفقه توګه منظور کړې شوې دې ۔
د قرارداد منظورۍ نه پس د صوبائي اسمبلۍ غونډه سبا د ورځې درې بجے پورې ځنډولې شويده ۔